د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۶

رهين:د غزني د لرغونو اثارو د ترميم كار پيليږي


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين

كه څه هم غزني ولايت شاوخوا درې كاله مخكې د يونسكو يا د ملګرو ملتونو علمې او فرهنګي ادارې له خوا په ۲۰۱۳ ميلادي كال كې د اسلامي تمدن مركز اعلان شوى

خو د راپورونو په اساس تر اوسه پورې د غزني د لرغونو اثارو او ځايونو د ترميم لپاره كوم عملي اقدام نه دى شوى.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين چې د يكشنبې په ورځ په همدې اړه مشرانو جرګې خپلې عمومي غونډې ته وربللى و، دغې جرګې ته په وينا كې ژمنه وكړه، چې د غزني د لرغونو اثارو د ترميم كار به په يوې يا دوو اونيو كې پيل شي.

رهين وويل، د غزني د لرغونو اثارو او ځايونو د ترميم او بيارغونې څلويښت پروژې په پلان كې دي، خو هغه وويل، افغان دولت د دې پروژو د تطبيق لپاره له مالي ستونزو سره مخ دي:
د غزني د لرغونو اثارو او ځايونو د ترميم او بيارغونې څلويښت پروژې په پلان كې دي


"په مجموع كې هغه پيسې، چې دولت توانيدلى دى، تراوسه پورې يې په پام كې ونيسي، يوازې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت نه بلكې د ټولو وزارتونو لكه د ښاري پراختيا وزارت، فواېدې عامې، كرنې او نورو وزارتونو د طرحو لپاره، ټولې لس ميلونه ډالره په پام كې نيول شوي.

د غزني د لګښتونو لپاره شاوخوا دوه سوه مليونه ډالره اټكل شوى، خو بيا هم د پيسو دا كموالى په دې معنى نه دى چې موږ دې په سرعت سره كار ونه كړو."

رهين زياته كړه، د يادو شوېو پروژو د تطبيق لپاره به له اسلامي هېوادونو او نورو هېوادونو څخه مالي مرسته وغواړي.

د مشرانو جرګې غړېوهم چې د اطلاعاتو او كلتور وزير يې د غزني د لرغونو اثارو د ترميم د موضوع په اړه خپلې غوڼدې ور بللى و، په دې ټينګار كاوه، چې په دوه زرو ديارلسم كال كې د اسلامي تمدن د مركز په توګه د غزني لمانځنې ته بايد پوره چمتوالى ونيول شي.

د مشرانو جرګې دوېم مرستيال محمد علم ايزد يار په دې اړه وويل:

"له بده مرغه، چې په دې اړه لازم تيارى نه دى نيول شوى، موږ غواړو چې پوه شو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزير په دې اړه څه پروګرامونه په پام كې لري.

د لرغونو اثارو او لرغونو ودانيو د ترميم، د هوټلونو د جوړولو، د هوايي ډګر د جوړولو او د ۲۰۱۳ كال د نورو مسايلو لپاره څه تيارى لري."

په غزني كې ګڼ شمېر لرغوني اثار او ودانۍ چې په اسلامي تمدن پورې اړه لري موجودې دي.

د راپورونو په اساس په تېرو شاوخوا درېو لسيزو كې د جګړو او د حكومتونو د نه پاملرنې له امله زياتره دغه اثار زيانمن شوي دي.

خو د دغو اثارو د ترميم او د اسلامي تمدن د مركز په توګه د غزني ولايت د چمتو كولو لپاره كه له خوا افغان دولت د بوديجې له كمښت سره مخ دى له بلې خوا نا امني هم په دې برخه كې هغه ستر خنډ كېداى شي چې د هواري لپاره يې ځانګړې توجه ته اړتيا ده.
XS
SM
MD
LG