د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۱۱:۲۹

بشري: د مخالفينو په بريدو كې په سلو كې څلور زياتوالى راغلی


د كورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي، چې په تېره يوه اونۍ كې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې يو سل او نولس ترورستي حملې ثبت شوي، چې د پخوا په پرتله په سلو كې څلور زياتوالې ښۍ.

د كورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري، چې د يكشنبې په ورځ يى په كابل كې د تېرې يوې اونۍ د امنيتي پېښو په اړه خبريالانو ته معلومات وركول وويل، چې په دې موده كې دوى توانيدلي، چې وسلوالو مخالفينو ته هم درنه مرګ ژوبله واړوي.

د بشري په وينا ملي پوليسو په بېلابېلوعملياتو كې يو سل او پنځه ديرش وسلوال وژل شوي او شپږ اويا نور يې ژوندي نيول شوي دي.

خو د نوموړي په وينا عامه خلك او ملي پوليس هم بې زيانه نه دي پاتې او درنه مرګ ژوبله يې زغملې ده:

"د تېرې اونۍ په ترڅ كې زموږ ملكي هېوادوالو بيا هم درنه مرګ ژوبله زغملې ۲۹ تنه زموږ ملكيان هم شهيدان شوي۵۲ تنه يې ټپيان شوي دي چې دا مرګ ژوبله د ماينونو له امله منځته راغلې او تېرې اونۍ په ترڅ كې مو ۱۲تنه سرتېري موشهيدان او ۲۰ تنه مو ټپيان دي."

د كورنيو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې ملي پوليسو په همدې موده كې د كابل په ګډون د هېواد په يو شمېر سيمو كې د ځينو بګنوونكو پېښو مخنيوې هم كړې، چې ممكن عامه خلكو ته د درنې مرګ ژوبلې سبب ګرځيدلې واى.

ښاغلي بشري وويل، چې پوليسو په بېلابېلو عملياتو كې يو سل او درې ديرش ماينونه كشف او شنډ كړي، چې د ده په وينا كه هر يو ماين يو كس يې هم وژلې واى نو نن به يو سل او درې ديرش افغانان وژل شوې واى.

هغه زياته كړه، چې د پوليسو په عملياتو كې اوه اتيا ميله بېلابېل ډوله وسلې هم ترلاسه شوي، چې د وسلوالو له خوا د ورانكارو فعاليتونو د ترسره كولو لپاره كارول كېدل.

د كورنيو چارو د وزارت له خوا د وسلوالو په حملو كې د زياتوالي دا خبر په داسې حال كې وركړل شوي، چې همدا تېره اونۍ په هرات او كندهار كې د سړك د غاړې په بمي چاودنو كې يو شمېرعامه خلك ووژل شول.
XS
SM
MD
LG