والسټریټ ژورنالست ورځپاڼه په کونړ کې د امریکايي قومندانانو او ځايي خلکو په حواله په دې اړه لیکي:
د ځنګلونو د ساتلو په اړه د حامد کرزي فرمان خرابې پایلې لرلې دي او هغه داسې چې طالبانو او ځايي زورواکو په غیر قانوني ډول د کونړ د ځنګلونو وهلو او ګاونډی هیواد پاکستان ته د چار تراشو قاچاق ته مخه کړه او په دې سره کونړ د طالبانو د وسله وال فعالیت په یوه ستر مرکز بدل شو.
ورځپاڼه وايي، افغان دولت اوس د دې زیان د کمولو په خاطر پارلمان ته یوه طرحه وړاندې کړې چې له مخې به يې تر یوه حده د ځنګلونو وهلو او د لرګیو صادراتو ته اجازه ورکړ شي.
حکومت غواړي، چې له دې لارې ترلاسه کیدونکې پیسې محلې ادارو ته ورسیږي، خو د والسټریټ ژورنال په وینا د دې طرحې برخلیک تر اوسه پورې روښانه نه دی.
امریکايي ځواکونه وايي طالبان له قاچاقي لارو ګاونډي پاکستان ته د کونړ د لرګیو صادرولو ته دوام ورکوي اوپه دې پیسو وسلې او مهمات اخلي.
د مقالې لیکونکی وايي، په کونړ کې د طالبانو له خوا د ځنګلونو وهل او د چار تراشو صادرول د افغانستان په جنوبي سیمو کې د کوکنارو د کښت او بیا د نشي موادو د قاچاق په څیر طالبانو ته يې ستر مالي منابع برابر کړي دي.
ورځپاڼه وايي، په دغو دواړو مواردو کې نړیوال ځواکونه له مداخلې ډډه کوي ځکه چې د دوی په وینا د سیمې خلک له دې نه پرته چې یا کوکنار وکري او یا هم ځنګلونه ووهي خپلو کورنیو ته د نفقې پیدا کولو لپاره بدیل نه لري.
د کونړ ۶ فوټه لرګي یاپه ځانګړي ډول چار تراش چې په خلیج کې زیات اخستونکي لري په سیمه کې تر لسو ډالرو پلورل کیږي او کله چې دغه لرګۍ د کراچۍ بندر ته رسیږي نو بیه يې ۱۵۰ او په دوبې او قطر کې بیا ۳۰۰ ډالرو ته رسیږي .
افغان سرحدي پولیس وايي له کله نه چې ولسمشر د ځنګلونو پر وهلو بندیز لګولی، دوی توانیدلي چې له کونړ څخه د چار تراشو د قاچاق مخنیوي وکړي.
د سرحدي ځواکونو یوه افسر ډګروال عتیق الله تورزن والسټریټ ژورنال ته ویلي، اوس د لرګیو له لارې طالبانو ته یوه روپۍ هم نه رسیږي ځکه چې د هغه په وینا د لرګیو قاچاق په بشپړه توګه درول شوي.
خو په پارلمان کې د کونړ استازي او په کابل کې مقامات بیا دا ادعا ردوي او وايي، په کونړ کې د لرګیو قاچاق چیان له حکومت هیڅ ویره نه لري او د ځنګلونو وهلو ته دوام ورکوي.
په عین حال کې د افغانستان د طبیعي زیرمو د ادارې مشر هاشم بارکزۍ وايي، هغه سل په سلو کې یقیني دی، چې سرحدي ځواکونه د کونړ د لرګیو په قاچاق کې لاس لري.
نوموړی وايي که دغه ځواکونه په دې کې دخیل نه وای نو ممکنه نه وه چې د کونړ په شان سرحدي سیمو کې خوندي پاتې شي.
خو د افغانستان د سرحدي ځواکونو مشر بیا دا تور په کلکه ردوي.
والستریټ ژورنال زیاتوي دې کې شک نشته چې د افغانستان ځنګلونه په تیزۍ سره له مینځه ځي او له کومو تصویرونو څخه چې د ستلایت په پواسطه اخستل شوي څرګندیږي چې له ۱۹۷۸ کال راپدېخوا د افغانستان سم نیمايي ځنګلونه وهل شوي دي.
یوه بله مهمه پوښتنه چې دلته مطرح کیږي هغه داده چې څوک د دغو ونو او یا ځنګلونو اصلي خاوندان دي، مرکزي حکومت يې دولتي ملکیت بولي خو د سیمې خلک او زورواکي بیا اصلا پر دغو ځنګلونو د دولت حق منلو ته تیار نه دي.
والستریټ ژورنال د طبیعې زیرمو د ادارې د مشر په حواله وايي د افغانستان د تاریخ په اوږدو کې ددغو سیمو خلکو د هیواد ځنګلونه خپل ملکیت ګڼلۍ او نه ویازې دا چې مرکزي یا محلې حکومتونه ته مالیه نه ورکوي بلکه څه يې چې زړه غوړاي له دغو ځنګلونو سره يې کولی شي.