د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۰۸:۲۸

امریکا له مناس هوايي اډې څخه د سرتېرو انتقال ځنډولی


په قیرغزستان کې د مناس هوايي ډګر

متحده ایالاتو په قیرغیزستان کې د خپلې پوځي هوايي اډې له لارې د سرتیرو د انتقال لړی په موقت ډول ځنډولی ده. د مناس هوايي اډې ویاند ریکارډو بورډین رویټرز خبري اژانس ته وویل، له دغې پوځي اډې څخه د هغو پروازونو چې سرتیري په کې افغانستان ته استول کیږي د ځنډولو او له بدیلې لارې د هغې د دوام دا پرېکړه د جمعې په ماښام شوې ده.

نوموړي ویلي، د سونګ د موادو د استولو او نور عادي پروازونو لړۍ په عادي ډول دوام لري.

دا تحول په قیرغیزستان کې د وروستۍ شخړې له امله چې په نتیجه کې ولسمشر کورمان بیګ باقیف له پایتخت څخه ووت او اپوزوسیون د هیواد چارې په کنترول کې واخست رامنځته شوی دی.

په مناس هوايي اډه کې د امریکايي ځواکونو ویاند په دې اړه چې کله به د ځواکونو د استولو لړی له سره پیل شي او بدیله لاره کومه ده له څه ویلو ډه ډه وکړه.

هغه وویل، په مناس اډه کې د انتقالي چارو مرکز په محدود شکل سره نور پراوزونه تنظیموي څو په افغانستان کې پرتو ځواکونو سره مرسته دوام وکړي.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکي وايي، د مناس هوايي اډه په افغانستان کې د طالبانو پر ضد روانه جګړه کې مهم رول لري او یوازې تیره میاشت له دغې اډې څخه زرګونو سرتیرو تګ راتګ کړی دی.

په قیرغیزستان کې د اپوزوسیون ډله، چې ادعا کوي د هېواد واک يې په لاس کې اخستی ویلي، کیدای شي د مناس هواي اډې د اجارې موده لنډه شي.

روسیه چې په قیرغیزستان کې هم پوځي اډه لري لومړنۍ هیواد دی چې د قیرغیزستان نوې مشرتابه يې په رسیمت پیژندلی دی.

یوه روسی چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې ذکر شي رویټرز اژانس ته وویل، په قیرغیزستان غوندې ستراتیژیک هیواد کې باید یوازې مسکو پوځي اډه ولري.

د قیرغیزستان په پایتخت بیشکیک کې د وروستیو مظاهرو اوو تاوتریخوالي له امله لږ تر لږه ۷۵کسان ووژل شول چې په نتیجه کې ولسمشر له بیشکیک څخه ووت او اپوزوسیون د منځني اسیا د دغه هیواد د چارو د سمبالولو اعلان وکړ.
XS
SM
MD
LG