د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۰۰:۳۳

د ظرفیتونو لوړولو لپاره امریکا افغانستان سره ۴۰ میلونه ډالره مرسته وکړه


د افغانستان د سيمه يېزو ارګانونو د خپلواكې ادارې رييس غلام جيلاني پوپل

يو اېس ايډ د امريكا نړيواله پراختيايي اداره د ولسواليو د اداري ظرفيتونو د لوړولو لپاره له افغان دولت سره څلويښت مليونه ډالره مرسته كوي. د دغې مرستې تفاهم ليك نن په كابل كې د افغانستان د ماليې وزير، د سيمه يېزو ارګانونو د خپواكې ادارې رييس، په كابل كې د امريكا سفير او د يو اس ايډ د چارواكو ترمنځ لاسليك شو.

افغان چارواكي وايي، د امريكا څلوېښت مليونه ډالره نوې مرسته به چې په كابل كې يې تفاهم ليك لاسليك شو، د افغانستان د هغو ولسواليو د ظرفيتونو په لوړولو ولګيږي، چې د افغان دولت حضور په كې كمزورى دى.

د دغه تفاهم ليك له مخې به ياده شوې مرسته په خپله افغان دولت د بيلابيلو ولايتونو په اتيا ولسواليو كې ولګيږي.

د تفاهم ليك له لاسليك كولو وروسته د افغانستان د سيمه يېزو ارګانونو د خپلواكې ادارې رييس غلام جيلاني پوپل په يوه ګډ خبري كنفرانس كې وويل، اكثرو دغو ولسواليو چارې يوازې د يوه ولسوال او د امنيې قومندان له خوا پرمخ بول كيږي:

"دا پروګرام په هغو ولسواليو كې پلي كيږي، چې د حكومت په كې هومره حضور نه لري څومره چې لازمه وي، اكثر دا ولسوالۍ د يوه ولسوال او د امنيې قومندانۍ له خوا پرمخ وړل كيږي، په دې ولسواليو كې دولتي مامورين او عامه خدمات ډير كمزوري دي."

هغه وويل، په دې مرستې سره به د هغو ولسواليو كاركوونكو ته اضافي امتيازات او نور مشوقونه وركړل شي، چې د ناامنيو له امله په كې حكومتوالي كمزورې ده.

هغه په دې برخه كې د هملند د مارجې، نادعلي او د ميدان وردګو د سيد اباد ولسواليو ته اشاره وكړه.

د امريكا سفير كارل ايكن بيري وويل، هيواد به يې د افغانستان د ولسوايو د پرمختګ له پروګرام سره مرستو ته ادامه وركړي.

هغه وويل، د محلي ارګانونو پياوړي كول مهم دي تر څو د خلكو باور پرې زيات شي:

"د اپرمختګونه به په حكومت باندې د خلكو باور رامنځ ته كړي، دا د دې لپاره دي چې حكومت د اوږدمهالي سولې او نيك مرغۍ اساس كيږدي، په دې توګه به خلك په دې باور شي، چې حكومت يې باظرفيته، حساب وركوونكى او مسووليت مننونكى دى او كولاى شي چې نه يوازې خدمات وړاندې كړي، بلكې امنيت او عدالت هم تامين كړي."

د راپورونو په اساس خلك هم شكايت كوي چې په لرو پرتو سيمو كې د افغان دولت حضور كم دى او اكثره ادارې يې غيرې فعالې دي.

دوى وايي له همدې امله يې سيمې له پراختيايي پروګرامونو هم پاتې دي.

دا اكثره هغه جنوبي او ختيزې سيمې دي چېرته چې وسلوال مخالفين موجود دي، خو افغان دولت وايي، وروسته له دې به په هغو سيمو كې چې له وسلوالو مخالفينو نيول كيږي، د حكومتي ادارو د فعالولو لپاره هم اقدامات كيږي.
XS
SM
MD
LG