د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۹

سیماسمر: د جرګې د بحث موضوعات باید روښانه شي


د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون مشره میرمن سیما سمر
د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون مشره میرمن سیما سمر

د افغانستان د بشر د حقونو د خپواك كميسيون مشرې پر افغان دولت غږ كړى، چې د سولې په ملي مشورتي جرګې كې دې د خلكو ريښتينو استازيو ته برخه وركړي. سيما ثمر دغه خبره په كابل كې د پاليسيو د څيړنې د ملي مركز له خوا په يوه درې ورځنۍ غونډه كې چې د يو شمير ولايتونو د ټولنيزو او سياسي سازمانونو استازيو هم په كې ګډون كړى و.

په داسې حال كې چې د افغانستان د سولي ملي مشورتي جرګې ته چمتوالى روان دى، په كابل كې د سياسي او ټولنيزو سازمانونو يو شمير استازو ټينګار وكړ، چې دغې جرګې ته دې د خلكو ريښتيني استازي راوبلل شي.

غونډې په وينا كې د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواك كميسيون مشرې ميرمن سيما ثمر وويل، دا جرګه نه بايد د څو تنو حكومتي چارواكو او يا هم د كوم ځانګړي قوم له خوا جوړه شي:

"ښه داده چې مشخصه شي، موږ له چا سره مذاكره كوو. ايا د افغان دولت وسلوال مخالفين يو موټي دي؟ دا هم بايد معلومه شي.

حكومت چې كله پرېكړه كوي، بايد خلك يې په جريان كې وي، پروسه شفافه وي، كه د افغنستان د خلكو اكثريت د دې پروسې ملاتړ كوونكي نه وي او كه څو تنه حكومتي چارواكي يا ځانګړى قوم دا پروسه پرمخ بوځي، دا سوله پايداره نه شي كيداى."

ټاكل شوې چې د سولې ملي مشورتي جرګه د درېيو ورځو لپاره د ثور د مياشتې په دولسمه نيټه په كابل كې پيل شي.

چارواكي وايي، په دې جرګې كې به د افغانستان د خلكو د ديارلسو كټه ګوريو شاوخوا ديارلس سوه استازي برخه واخلي.

دوى وايي، د دغې جرګې د جوړېدو يو اساسي هدف له وسلوالو مخالفينو سره د روغې جوړې لپاره د يوه ميكانيزم جوړول دي.

بل خوا د غونډې يو شمير برخه والو وويل، دا هم مهمه ده چې د دې جرګې د پريكړو د عملي كيدو تضمين وركړل شي.

د افغانستان د سولې او شخړې د مطالعې د مركز استازي عبدالرزاق بلوڅ چې له هلمند ولايت څخه غونډې ته راغلى و، په دې اړه ازادي راډيو ته وويل:

"دا چې په افغانستان کې څه ډول سوله راتلای شي، په دې اړه کومې لارې چارې چې د دولت یا اوسني حاکمانو له خوا اچول شوي سم دي، خو کومې پرېکړې چې دوی کې باید عملي شي."

د افغانستان جمهور ریيس حامد كرزي هم په خپلې وروستى راډيويي وينا كې له خلكو څخه وغوښتل چې د سولې ملي مشورتي جرګې په كاميابيدو كې همكاري وكړي.

كه څه هم يو شمير كتوونكي د دې جرګې نتايجو ته ډير خوشبينه نه ښكاري خو افغان چارواكي تمه لري چې دا جرګه به په افغانستان كې د سولې راوستلو لپاره يو موثره ګام ثابت شي.
XS
SM
MD
LG