د افغانستان د كليو او پراختيا وزارت وايي، چې په پام كې لري، په روان كال كې د ملي يوالي د پروژو په پلي كولو كې د سيمي د زور واكانو مداخلي ته اجازه ورنه كړي او د سيمه ايزو خلكو د څار په وسيله به د پلي كيدونكو پروژو كيفيت لوړ كړي.
د كليو د پراختيا وزير جار الله منصوري، چې د شنبې پر ورځ د خپل تير كال كړنې او روان كال پلانونه خبريالانو ته په ډاګه كړل وويل، سږكال دوی شپږ داسې سيسټمونه تر لاس لاندې نيولي، چې له مخې به يې د پلي كيدونكو پروژو كيفيت د سيمي د خلكو په غوښتنه لوړ شي:
"موږ په يارلس سوه نهه اتيايم كال كې د پروژو د ښې څارنې لپاره شپږ داسې سيسټمونه په لار اچولي دي، چې موږ د پلي كېدونكو پروژو پر كيفيت ډاډمن كوي.
لومړي د خلكو له خوا څارنه ده، دوهم دا چې زموږ سيمه ايز رياستونه به پخپل اړوند ولايت كې د پروژو پر څار باندې مكلف دي، دريم ډول پروژوي څار دي او څلورم ډول مركزي څار دي او وروستۍ ډول څارنه به يې د يوې كميټې له خوا كيږي ترڅو د نورو وزارتونو له خوا پلي شوي پروژي وڅارل شي ترڅو پر كيفيت يې ډاډه شو."
ښاغلي منصوري وويل، چې دوی تيركال سلګونه پروژې د هېواد په ټولو ولايتونو په ځانګړي توګه په ليرې پرتو سيمو كې پلي كړي، چې په دې پروژو باندې دولس ميليارده افغاني لګښت راغلی دی.
نوموړي همدا راز وويل، چې د خوراكي موادو په وړاندې د كار پروګرام يې هم پلي كړي وو، چې په ترڅ كې يې څلوېښت زره كورنۍ برخمني شوي دي.
خو يوشمير خلك د كليو او پراختيا وزارت له خوا په پلي شويو پروژو ناخوښه دي او شكايت كوي چې د كلي د پراختيا په شوراګانو كې د زور واكانو نفوذ او په ولايتونو كې د نا انډوله پروژو پلي كول هغه ستونزي دي، چې د ملي يوالي پروژې يې بې ګټې كړي دي.
خو د كليو د پراختيا وزير وايي، چې تيركال دا ستونزې د هيواد په ځينو ولايتونو كې وي، خو سږكال به د عام المنفعه پروژو په پلي كولو كې د زورواكانو لاس ورلنډ او ټولي پروژي به د خلكو په غوښتنه په عادلانه توګه پلي كړي.
"د كلي په شورا كې د سيمې د زرواكان نه ګډون به د ملي يوالي د پرووګرامونو د برياليتوب لامل شي او له بل پلوه به مرسته كوونكو ته او هم به افغانې ټولنې ته ګټوره وي.
نو د كليو او پراختيا وزارت هڅه هم همدا ده، چي وروسته له دې به د ملي يوالي په پروګرامونو كې د سيمه ايزو خلكو ګډون وي، خو سيمه ايز زورواكان به د كلي د پراختيا په شورا كې نه وي."
خو د دې هڅو او ميليونو ډالرو د لګښت سره سره يوشمېر خلك د ملي يوالي د پروژو په تطبيق كې شك كوي او ټينګار كوي، چې لاهم د سيمې ځيني زورواكان د كليو د پراختيا وزارت پروژې پر خپل ګټه او خوښه پلي كوي، چې د سيمې اكثريت وګړي بيا له دې ډول پروژي څخه سمه ګټه نه شي اخيستلای.
خو چارواكي بيا وايي، چې په روان كال كې به دا ستونزه تر ډېره هواره كړي ترڅو د دې پروژو له لارې د سيمي د خلكو اساسي غوښتني پوره او له دې پروژو څخه په دوامداراه توګه ګټه واخيستلای شي.