د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۳۶

وروسته له شخړو د اوباما نرم لیک ولسمشر کرزي ته


افغان ولسمشر حامد کرز او د هغه امریکايي سیال بارک حسین اوباما

د امريكا ولسمشر بارك اوباما خپل افغان سيال ته په يو استول شوي ليك كې له افغانستان سره د خپلو ستراتيژيكو همكاريو په دوام ټينګار كړی دی.

د كابل او واشنګټن ترمنځ د لفظي شخړې په تعقيب خپل افغان سيال ته د بارك اوبا له خوا استول شوي ليك د دواړو خواو ترمنځ دې كړكيچ ته د پاى ټكی كېښودل او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ستراتيژيكو همكاريو د دوام هيلې تازه كړي دي.

بارك اوباما په دې ليك كې په كابل كې له ده نه د شوي تود هركلي مننه كړې او په واشنګټن كې د دواړو هيوادونو د مشرانو ترمنځ د خبرو په دوام ټينګار كړی دی.

د افغان ولسمشر يو وياند احمد ضيا سيامك له ازادي راډيو سره په خپلو ځانګړو خبرو كې د دې ليك په اړه د جزياتو د وركولو په ترڅ كې وويل.

"په دې ليك كې د افغانستان او متحده ايالتونو ترمنځ اړيكې ستراتيژيك توصيف شوي او ويل شوي، چې د ګډو اهدافو د ترلاسه كولو او د لا زياتو همكاريو لپاره زياتو هڅو ته اړتيا ده.

په ليك كې په افغانستان كې د سولې او امن د ټينګښت او بيارغونې لپاره د افغان ولسمشر د هڅو ستاينه شوې. په اصل كې د ولسمشر كرزي له خوا د امريكا د حكومت او مشرتابه په اړه هيڅ هم نه و ويل شوي."

ټاكل شوې ده، چې افغان ولسمشر حامد كرزی د راروانې مې مياشتې په دولسمه نيټه واشنګټن ته سفر او د سپينې ماڼۍ له چارواكو سره وګوري.

د وركړل شويو معلوماتو له مخې په دې ليدنه كې به د افغانستان او سيمې سره په تړلو بيلابيلو مسالو خبرې وشي.

د امريكا د ولسمشر دا ليك وروسته له هغې د ارګ ماڼۍ ته رسيدلې، چې اوس اوس د لويديځ د ځينو كړيو په اړه د ولسمشر كرزي څرګندونو، چې په كې بهرنيان د تير كال په انتخاباتو كې په لاس وهنې او درغليو تورن شوي وو، ډيپلوماټيكه فضا خړه كړې وه.

خو په ولسي جرګه كې د كابل د خلكو استازې عبدالكبير رنجبر د اوباما په لحجه كې دا بدلون د دواړو هېوادونو په ګټه بولي او وايي:

"زما په فکر د ښاغلي اوبامان لهجه نرمېدل په داسې حال کې یو ښه کار دی او دا ټول هغه روحي فشارونه دي، چې په ښاغلي کرزي وارد شوي او کله نا کله د ولسمشر په لهن او غږ کې د انفجار شکل نیسي او عکس المعل ښيي، زه فکر کوم چې اوباما هم دغه موضوع درک کړې ده."

امريكا او افغانستان په هېواد كې د طالبانو د واكمنۍ له پرزېدو وروسته خپلو اړيكو ته يو نوې رنګ وركړ او امريكا د افغانستان د بيارغونې ترڅنګ د امنيت د ټينګښت او د ترهګرو ډلو د فعاليتونو د مخنيوي په برخه كې هم كلكه مبارزه كوي.

خو افغان كتونكي په دې باور دي، چې امريكا او ټول هغه هيوادونه، چې په افغانستان كې پوځي ځواك لري د حقايقو په درك سره اقدام وكړي او داسې كړكيچونه دې نه جوړوي، چې وسلوال مخالفين ترې د ځان په ګټه كار واخلي.
XS
SM
MD
LG