د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۱۲:۵۳

۱۵ ورځو کې ملي امنیت په کابل کې د ترهرګرو ۳ ډلې نیولي دي


د ملي امنيت د رياست وياند سعيد انصاري

د افغانستان د ملي امنيت رياست وايي، چې په تيرو پينځلس ورځو كې يې په كابل كې د ترهګرو درې ډلې نيولې دي. د ملي امنيت د رياست د وياند سعيد انصاري په وينا دغو ترهګرو ډلو د كابل ښار په بيلابيلو امنيتي پيښو كې لاس درلود.

د افغانستان امنيتي ارګانونه وايي، چې د ترهګرۍ په وړاندې به خپلې مبارزې ته په جدي توګه دوام وركړي.

د ملي امنيت د رياست وياند سعيد انصاري د شنبې په ورځ په كابل كې د كابل د امنيه قومندان سره يو ځاى يوې ګډې خبرې غونډې ته وويل، چې د افغانستان د ملي امنيت رياست د ۱۳۸۹ كال په لومړيو پنځلس ورځو كې په كابل كې د ترهګرو درې ډلې نيولې دي:

"درې تروریستي ډلې نیول شوي، چې په دغو ډلو کې ۱۲ تروریستان ګډون لري او د دوی نیونه د وري یا حمل له لومړۍ نېټې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې بشپړه شوې ده او له دوی څخه څېړنه روانه ده."

د ښاغلي انصاري په وينا اكثره دغه ترهګر، چې په طالبانو او د حزب اسلامي په مخالف ګوند پورې تړلې دي په پاكستان كې روزل شوي دي.

د نوموړي په وينا د ترهګرو نيول شويو ډلو د كابل ښار په بيلابيلو امنيتي پيښو كې لاس درلود.

د كابل امنيه قومندان پاسوال عبدالرحمن رحمان هم د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه كې د كورنيو چارو وزارت له لاسته راوړنو يادونه وكړه ويې ويل، چې د امنيتي ځواكونو ګدې هلې، ځلې د دې لامل گرځيدلي چې په كابل كې په ترهګرو د فعاليت كړى راتنګه شي:

"د امنيتي ارګانونو تر منځ همغږي د دې لامل ګرځيدلې، چې موږ د كابل د امنيت په برخه كې ښه فعاليتونه ولرو، يو څه چې بايد يادونه يې وكړم هغه دا چې په دې برخه كې د خلكو همكارۍ له موږ سره ډيره مرسته كړې ده او موږ هيله من يو چې دوى دغه شان د خپل ځان او هيواد د امن په خاطر له امنيتي ارګانونو سره خپلو همكاريو ته دوام وركړي."

د افغان امنيتي ارګانونو همغږي كولاى شي، چې د هېواد نا امنه سيمې امن او د مخالفينو په ځپلو كې مهم رول ولوبوي.

دا هغه خبره ده چې د افغانستان د امنيتي چارو كارپوهانو په وار وار سره پې ټينګار كړى دى خو له دې سره، سره كله نا كله ليدل كيږي، چې د پوځي عملياتو پرمهال دغه ځواكونه په خپلو كې او يا هم له نړيوالو سوله ساتو ځواكونو سره لازمه همغږي نه لري.مع
XS
SM
MD
LG