د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

رولینز: په افغانستان کې د لګښتونو د څار اداره مستقله نه ده


امریکا د ۲۰۰۱ کال راهېسې په افغانستان سره ۴۰ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.
امریکا د ۲۰۰۱ کال راهېسې په افغانستان سره ۴۰ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

د امریکا متحده ایالاتو د جمعې په ورځ یو راپور خپور کړ او وایي، هغه اداره، چې په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو د لګښت څار کوي، خپلې چاري په ازاد او مستقل ډول پر مخ نه شی وړلاي. د امریکا د متحده ایالاتو د دې راپور په اساس د جمهور رییس حامد کرزي اداره د فساد ضدکمیسیون او د مالي لګښتونو د ارزونې په چارو کې زیاته مداخله کوي.

د افغانستان د بیا رغوونې په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتو عمومي څارونکی "جي رولینز" وایي، دی شک لري چې د مالي لګښتونو د څارنې او فساد ضد کمیسیون دې د دې توان ولري، چې په افغانستان کې له ملي شتمنیو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې مخه ونیسي.

رولینز زیاتوي، د دې کمیسیون فعالیت خپلواک او کافي نه دی. د ده په نظر، د ده د څارنې د ټیم غړي دې نتیجې ته رسیدلي، چې د کمیسیون کارونه د حکومت له خوا له ستونزو سره مخامخ شوی دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د عمومي څارنې د ادرې په راپور کې، چې د جمعې په ورځ خپورشو، ویل شوي، د مالي لګښتونو د څارنې او فساد ضد کمیسیون نه غواړي هغه دوسیې یا مسالی وڅیړي، چې په سیاسي لحاظ حساسي وي او یا یې د جمهور رییس کرزي اداره ونه غواړي.

رولینز زیاتوي، په ځینو مواردو کې د حکومت د فعال دخالت له وجې د کمیسیون وړاندیزونه نه عملي کیږي.

رویترز لیکي: د مالي لګښتونو د څارنې او فساد ضد کمیسون استقلال د واشنګټن لپاره ډېر مهم دی او دا ځکه، چې امریکا او متحدینو یې د جنورۍ میاشت کې د لندن په کنفرانس کې ژمنه کړې وه، چې په راتلونکو دوو کلونو کې به مالي مرستې د افغانستان د حکومت له لارې مصرفوي.

د رولینز په نظر، که چیرې نړیواله ټولنه غواړي د افغانستان د حکومت له لارې د پیسو لګښت زیات کړي نو په کار ده، چې د یاد شوي کمیسیون ظرفیت پورته کړي.

دا مهال د افغانستان حکومت د بهرنیو مرستو په سلو کې شل مصرفوي. له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې د امریکا متحده ایالاتو له افغانستان سره د ۴۰ میلیاردو ډالرو مرسته کړې او د دی پېسو زیاته اندازه په امنیتي چارو او دغه راز د افغانستان د ملي پوځ او پولیسو په روزنې او تجهیز لګیدلي دي.

په کابل کې د امریکا سفارت په یوه لیکلي ځواب کې ویلي، په افغانستان کې د امریکا د لګښتونو د عمومي څارونکي د راپور په اړه به په روانې میاشت کې د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي.
XS
SM
MD
LG