د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۰۵:۲۱

د قرغزستان په مرکز کې تیره شپه هر لور ته ډزې کېدې


د قرغزستان وضعیت ګډو وډ دی، په مرکز بشکک کې تیره شپه لور د لور ډزې اورېدل کیدې، نوې سرپرستې ادارې د واګو د ترلاسه کولو اعلان کړی دی او ولسمشر کوربانبیک باکییف وایي، چې لا هم ولسمشر دی.

د قرغزستان ولسمشر کوبانبیک باکییف پر خپله خبره دریدلی دی، چې دی لا واکمن دی. دا ادعاء باکییف یوه ورځ وروسته تر دې وکړه، چې د اپوزسیون ډلې وویل له دوه ورځنیو شخړو وروسته یې واک په خپل لاس کې اخیستی دی.

باکییف د روسیې ایکو ماسکوې راډیو ته وویل، چې ده واک نه دی پرې ایښی:

"زه د هیواد منتخب مشر یم او زه ماتې نه منم. فکر کوم یوې وسله والې ډلې د خپلو خواهشاتو لپاره تشدد رامنځته کړی، چې ماته یو مخ د منلو نه دی او ماتې نه منم."

باکییف د قدرت ادعاء په دې پسې وکړه، چې د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې روزا اتن باییوا وویل، دا اوس د موقت حکومت مشره ده، له سرپرستې ادارې سره به د راتلونکو شپږو میاشتو په موده کې مرسته وکړي څو د نوې اساسي قانون مسوده تیاره شي.

بل لور ته د کورنیو چارو سرپرست وزیر بولوت شیرنیازوف ویلي دي، چې امنیتي ځواکونو ته یې اجازه ورکړې ده چې پر لوټمارو ډزې وکړي.

دا امر په دې پسې ورکړل شو چې په مرکز بشکک کې د پراخ چور تالان خبرونه خپاره شول.

تیره شپه د تیارې له خوریدو سره د اتوماتو وسلو ډزې اوریدل کیدې. دا ډزې په هرو څو دقیقو کې د بشکک له مختلفو سیمو تر غوږکیدې. د هوټلونو په ګډون د اکثرو ودانیو څراغونه له دې ویرې چې برید پرې ونه شي ګول وو.

د ملګرو ملتو سرمنشي بان کې مون وویل، ځانګړی استازی به قرغزستان ته واستوي. د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې کاترین اشټن بیا په قرغزستان کې د ثبات او ژر نظم د اعادې غوښتنه وکړه. سپینې ماڼۍ بیا د امنیتي ځواکونو له لورې د مرګ ژوبلې پر رامنځته کیدو خواشیني وښوده.

د قرغزستان د روغتیا وزارت په وینا د چهارشنبې د ورځې په شخړو کې لږ تر لږه پنځه اویا تنه وژل شوې او تر زرو ډیر ټپیان شوې دي. د قزغزستان د موقتې ادارې د مشرې اتنباییوا په وینا د مړیو شمیر نژدې سلو ته رسیږي.
XS
SM
MD
LG