د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۱۱:۱۹

د ناټو عمومي منشي د افغانستان ولسمشر د ناټو ښه همکار وباله


د ناټو عمومي منشي انډرېس فوغ راسموسن وايي، کرزی سو سیاسي شخصیت دی او موږ ورسره خپلو همکاریو تو ته دوام ورکوو.

د ناټو عمومي منشي وایي، د افغانستان ولسمشر حامد کرزی باید هر وخت هغه کار ونه کړي او هغه خبره ونه کړي، چې د ناټو متحدان یې غواړي. اندرس فوګ راسموسن زیاته کړه، چې حامد کرزی د ناټو همکار دی داسې چې دغه تړون ترې رضایت لري.

د ناټو عمومي منشي په خپلو خبرو کې پر دې ټینګار وکړ، چې ناټو په افغانستان کې پر دې لور ګام اخیستی دی، چې دغه هیواد ته دیموکراسي راشي او د دې لپاره پوځي او ملکي هڅې سره غوټه شوې دي او حاصل یې پيل کړی دی.

کله چې د ناټو له عمومي منشي پوښتنه وشوه، چې حامد کرزي په وروستیو کې د افغانستان د ولسمشرۍ په تیرو انتخاباتو کې لویدیځ ملامته کړ او واشنګتن وویل، چې افغان حکومت د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره بشپړ اقدامات نه دي کړي، راسموسن وویل، مهمه خبره دا ده، چې له کرزي سره حساب وشي، ولسمشر کرزي سخته ژمنه کړې ده، چې حکومتي سیستم به ښه کوي چې په دې کې له اداري فساد سره مبارزه هم شامله ده.

راسموسن بیا وویل، د دغې ژمنې پوښتنه باید وشي. د افغانستان د تیرو انتخاباتو په برخه کې بیا د ناټو عمومي منشي څرګنده کړه چې په دې کې شک نه شته چې ستونزې په کې وې او د لویدیځ له معیارونو سره سم نه و.

ده زیاته کړه چې موږ دا خوښوو چې په افغانستان کې دیموکراتیک سیستم وده وکړي او موږ د خلکو د خپلواکو نظریاتو او بحثونو ملاتړ کوو او دا د ژوند حقیقت دی.

راسموسن بیرته د افغانستان د ولسمشر په اړه وویل، چې هغه یو سیاسي شخصیت دی چې موږ په افغانستان کې ډیر سروکار ورسره لرو او هغه داسې څوک دی، چې موږ کولای شو، کوو به یې او باید همکاري ورسره وکړو.

د ناټو عمومي منشي د قرغزستان مسالې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې دا وار له مخه ده، چې اوس ووایو چې په دغه هیواد کې پاڅون به په افغانستان کې د ناټو پر هڅو اغیز وکړي.

تر اوسه دا څرګنده نه ده، چې په قرغزستان کې به نوې موقته اداره امریکایي ځواکونو ته اجازه ورکړي چې د مناس له هوایي اډې استفاده وکړي که څرنګه؟ د امریکا دفاع وزارت ویلې دي که له ستونزو سره په دې برخه کې مخامخ شو متبادله لاره به ومومو.

یو شمیر رپوټونه د قرغزستان د موقتې ادارې د مشرې اتنباییوا په وینا څرګندوي چې دې موافقه کړې ده، چې امریکایي ځواکونه د مناس له هوایي اډې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکنو لپاره اکمالات کولای شي.
XS
SM
MD
LG