د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

افضلي: د روږدو كسانو زياتوالی د كوكنارو له كښت څخه هم ستره ستونزه ده


د افغانستان د نشه يي توكو په خلاف د مبارزې وزارت په هيواد كې د نشه يي توكو په روږدو كسانو كې زياتوالې د كوكنارو له كښت څخه هم ستره ستونزه بولي او وايي، چې د روږدو كسانو د درملنې لپاره جدي پروګرامونه ترلاس لاندې نيولي دي.

د دغه وزارت وياند زلمي افضلي د پنجشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې ټاكل شوې د هيواد په بيلابيلو ولايتونو كې د معتادينو د درملنې لپاره ستر روغتيايي كلينيكونه جوړ شي.

هغه وويل، چې تراوسه پورې يوازې امريكا او كاناډا ددغه پروګرام د پلې كولو لپاره د مالي مرستي ژمنه كړې او هيله يى څرګنده كړه، چې نور مرستندويه هيوادونه به ددغه پروګرام ملاتړ وكړي.

د ښاغلي افضلي په وينا دوى به د معتادينو د درملنې دا پروګرام د نورو اړوندو ادارو په همكارۍ پر مخ يوسي.

"په افغانستان كې يوه ستره ستونزه د معتادينو ستونزه ده او له همد امله د نشه يى توكو په خلاف د مبارزې وزارت له تيرو دريو مياشتو راهيسې پدې موضوع كار كوي.

په هغه غونډه كې، چې مونږ د ولسي جرګې د نشه يى توكو په خلاف د مبارزې له كمسيون، د عامې روغتيا له وزارت او د كار او ټولنيزو چارو وزارت سره مو درلودله مونږ دې نتيجې ته ورسيدو، چې د تقاضا د كمولو پروګرام ته يو ملي چوكاټ جوړ كړو او د افغانستان په اوو زونونو كې د معتادينو د درملنې جامع مركزونه جوړ كړو.”

د نشه يې توكو په خلاف د مبارزې وزارت وايي، چې دوى د معتادينو د درملنې د مركزونو جوړول له هلمند ولايت څخه پيلوي، چې اوس مهال په افغانستان كې د كوكنارو د توليد تر ټولو ستر مركز ګڼل كيږي.

د وركړل شويو شميرو له مخې اوس مهال په افغانستان كې يو نيم ميليونه معتادين موجود دي، چې هر يو يى د ورځې يو ډالر په نشه يي توكو لګوي او له دې سره هره ورځ په افغانستان كې يو نيم ميليونه ډالره د نشه يي توكو په رانيولو لګيږي.

د نشه يي توكو په خلاف د مبارزې د وزارت وياند وويل، چې د كوكنارو د كښتونو د له منځه وړلو لپاره يى هم هڅې روانې دي او هڅه كوي د روان كال تر پايه پورې په پنځو نورو ولايتو كې هم د كوكنارو كښت صفر ته ورسوي.

”كه چيرې په ننګرهار، لغمان، كنړ او هرات كې د كوكنارو په خلاف په سلو كې پنځه ويشت فيصده هم هلې ځلې وشي نو زه تاسو ته پرته له كومې مبالغې وايم، چې سږ كال به په افغانستان كې د هغو ولايتونو شمير، چې د كوكنارو كښت پكې صفر شوې پنځه ويشتو ته ورسيږي."

په افغانستان كې د نشه يي توكو توليد او قاچاق د افغان دولت په وړاندې يوه اساسي ستونزه بلل كيږي، چې د نړيوالې ټولنې سخت انتقادونه هم له ځانه سره لري.

سره له دې، چې په افغانستان كې د نشه يي توكو په خلاف مبارزه له څو كلونو راهيسې روانه ده او افغان دولت په هغو كې د كمښت ادعا هم كوي خو لا هم افغانستان د نړۍ په كچه د نشه يي توكو ستر توليدونكې هيواد بلل كيږي.
XS
SM
MD
LG