د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

په قرغیزستان کې مخالف ګوند د حکومت واګي ترلاسه کولو ادعا کړې ده


په قرغیزستان کې مخالف ګوندونه ادعا کوي، چې حکومت يې ړنګ شوی او ولسمشر کرمان بیګ باقیف له پایتخت بیشکیک څخه تښتیدلی دی.په قیرغیزستان کې دا تحولات د پولیسو او مظاهرو چیانو تر منځ له شخړو چې لږ تر لږه ۴۰ تنه په کې ووژل شول وروسته را منځ ته شوي دي.


د مخالفو ګوندونو غړي وايي، د قیرغیزستان په شمال لویدیځ کې د تیرې ورځې له شخړو او مظاهرو راپدیخوا نه ولسمشر باقیف لیدل شوی او نه يې هم څرګندونې کړي دي او د سیاسي مخالفانو په وینا نوموړی د هیواد بل لوی ښار اووش ته تللی دی.

په عین حال کې صدراعظم دانیار اوسینوف هم خپله استعفې وړاندې کړې ده.

د اپوزوسیون مشر تیمر ساریف وویل، په بیشکیک کې د بهرنیو چارو د پخواني وزیرې روسا اوتنبایوا په مشری نوی حکومت تشکیل شوی دی.

د ازادي راډیو د قیرغیزي څانګې د راپور له مخې د اپوزوسیون مشر د چهار شنبې په شپه پر دولتي تلویزون څرګند شو، څو خلکو ته یقین ورکړي چې د ولس واک او د حکومت چارې یې په لاس کې اخستي دي.

د راپورونو له مخې په قیرغیزستان کې امنیتي وضیعت کړکیچن دی او د دغه هېواد له یو شمیر برخو څخه د شوکو او غلاو راپورونه هم رسیدلي دي.

دا دراماتیک تحولات له هغو سختو شخړو او پراخو مظاهرو یوه ورځ وروسته رامنځته شوي، چې د پولیسو او قهر جنو مظاهرو کونکو تر منځ د قیرغیزستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ مخ ته ترسره شول.

راپورونه وايي، کله چې پرون مظاهره کونکو د دولتي تلویزون په کنټرول کې واخست د اپوزوسیون مشر د تلویزون له لارې پر حکومت د واک پریښودو غږ وکړ.

د قیرغیزستان د روغتیا وزارت وايي، په پرونیو شخړو کې ۴۰ تنه وژل شوي خو مخالف ګوندونه وايي، تر سلو زیات کسان مړه شوي دي.

د اپوزوسیون مشر ویلي، ټول سیاسي بندیان چې د مظاهرو له پیل مخکې نیول شوي ول خوشي کړی شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، هغه ته په قیرغیزستان کې وروستي تاوتریخوالي ټکان ورکړی او بل خوا په واشنګټن کې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل، امریکا وضیعت څاري او هېواد يې د قیرغیزستان له خلکو سره ولاړ دی.

په عین حال کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشرې او د روسیې صدراعظم په قیرغیزستان کې د وروستي تاوتریخوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړې او دواړو د وضیعت د اراموالي غوښتنه کړې ده.
XS
SM
MD
LG