د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

عمر:د كرزي څرګندونې د امريكا سره په اړيكو كوم تاثير نه لري


حامد کرزي په دې وروستیو کې د لویدیځ پرضد یو لړ انتقادونه راپورته کړل .
حامد کرزي په دې وروستیو کې د لویدیځ پرضد یو لړ انتقادونه راپورته کړل .

د افغان ولسمشر وياند وايي، چې تېره اونۍ د انتخاباتو په خپلواك كمسيون كې د ښاغلي كرزي څرګندونې د افغانستان او امريكا ترمنځ له ستراتيژيكو اړيكو سره هيڅ ډول تړاو نه لري او دا اړيكې د دواړو هېوادونو لپاره مهمې دي.

د ولسمشر كرزي وروستيو څرګندونو، چې په كې په لويديځو هېوادونو د افغانستان په كورنيو چارو كې په لاس وهنې تور لګول شوې وو، سپينه ماڼۍ او ځينې لویديځ هېوادونه خورا نا ارامه كړي.

خو د ښاغلي كرزي وياند وحيد عمر د چهارشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې د ولسمشر دغه څرګندونې د انتخاباتو په اړه د افغان دولت نظر و او له افغانستان سره يې د نړېوالې ټولنې له همكارېو سره هيڅ ډول اړيكه نه درلودله.

ښاغلي عمر كه څه هم په ځينو مسايلو كې د نظر د اختلافاتو يادونه وكړه خو ويې ويل، چې امريكا او افغانستان د ستراتيژيكو همكارېو په ارزښت ښه پوهيږي:

"زه نه غواړم، چې روان حالت ته د كړكيچ نوم وركړم د افغانستان او امريكا ترمنځ، چې د ستراتيژيكو اړيكو كوم چوكاټ موجود دى د ځينو مسايلو په اړه د نظرونو توپير منځ ته راغلې.

هغه څرګندونې، چې ولسمشر كرزي د انتخاباتو په خپلواك كمسيون كې درلودلې د جمهوري رياست له انتخاباتو سره تړلې وې او دا په عمومي ډول د دواړو هېوادونو ستراتيژيكې اړيكې، چې په كې د دواړو هېوادونو سترې ملي ګټې نغښتې دي او د هغې دوام د دواړو هېوادونو په ګټه هم نه دې نه زيانمنوي. افغانستان هم په دې پوهيږي او امريكا هم."

د ولسمشر كرزي وياند وويل، افغان حكومت هڅه كوي، چې له نړېوالې ټولنې او په تېره بيا له امريكا سره خپلې اړيكې لا پياوړې كړي او د ده په وينا نړېواله ټولنه هم بايد په دې برخه كې كلك ګامونه پورته كړي.

افغان حكومت كه د ښاغلي كرزي د څرګندونو لپاره هر دليل وړاندې كوي خو دا څرګندونې د ناټو او سپينې ماڼۍ له سخت غبرګون سره مخ شوي.

ناټو ويلي، چې افغان ولسمشر دې په دا ډول څرګندونو په افغانستان كې د دوى ماموريت تر پوښتنې لاندې نه وكړي، سپينې ماڼۍ بيا ويلي كه چېرې دا څرګندونې دوام وكړي نو ممكن په راروانه مې مياشت كې امريكا ته د ولسمشر كرزي سفر لغوه شي.

كه څه هم ښاغلي عمر امريكا ته د ولسمشر كرزي د امريكا غوښتنه وبلله او په دې اړه يې زيات څه و نه ويل خو له امريكا نه يې وغوښتل، چې د افغانستان دريځ دې ترډيره د رسنيو له رپورټونو نه بلكه د ډيپلوماټيكو سرچينو نه تعقيبوي:
"دا سفر ټاكل شوې، چې د امريكا د ولسمشر په بلنه ترسره شي تراوسه پورې موږ په دې اړه نور معلومات نه لرو.

زموږ نظر دادې، چې له بل هر وخت نه زيات اوس دې ته اړتيا ده، چې د بېلابېلو مسايلو په اړه خبرې وشي. د دې سفر د لغوه كېدو په اړه موږ كوم ځانګړې نظر هم نه لرو دا امريكا په بلنه كيږي او هغوى بايد په دې اړه وضاحت وركړي."

د افغان ولسمشر او امريكا ترمنځ اړيكو په اړه پخوا هم ګنګوسې موجودې وې خو دا لومړۍ ځل وو، چې ښاغلي كرزي په دومره څرګند ډول په لويديځ خوله را وسپړله او هغوې په انتخاباتو كې په لاس وهنې او انتخاباتي كاركوونكو په ګواښولو تورن كړل.

كه څه هم په لومړي سر كې د ښاغلې كرزي څرګندونې زياتې جدي و نه نيول شوې، خو كله، چې په كندهار كې دا مسئله بيا تكرار شوه نو لويديځ او په تېره بيا واشنګټن په دې اړه خپله نا ارامي څرګنده كړه او ويې ويل، چې غواړي پوه شي، چې د ولسمشر كرزي د دې څرګندونو ترشا كومه انګيزه پرته ده.
XS
SM
MD
LG