د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

د روغتيا نړېواله ورځ په كابل كې ولمانځل شوه


دعامې روغتيا د وزارت سرپرسته ثريا دليل
دعامې روغتيا د وزارت سرپرسته ثريا دليل

د افغانستان دعامې روغتيا د وزارت چارواكي وايي، چې په هېواد كې ككړه هوا، اوبه، ناولى چاپيريال او په ښارونو كې د نفوس بې سارى زياتوالى ددې سبب شوي، چې خلك او په تېره ماشومان په ډول ډول ناروغيو اخته شي.

دوې وايي هڅه كوي، چې د افغان دولت، د روغتيا د نړېوال سازمان او د ملګروملتو د وجهي صندق په مرسته دغه ستونزې كمې كړي.

د عامې روغتيا د وزارت سر پرستې ثريا دليل د چهارشنبې په ورځ د روغتيا د نړېوالې ورځې د لمانځلو په غونډه كې وويل، چې اوس هم هر كال د هېواد په زرګونو ماشومان د چاپيريال د ككړتيا له امله د نس ناستي په ناروغۍ اخته او مري.

ثريا دليل زياته كړه:

"هر كال په هېواد كې له پنځو سو زرو څخه تر پنځه شپيته زرو پورې ماشومان د نس ناستي د ناروغۍ له امله مري.


د دې لامل هماغه ككړې اوبه، خواړه او هوا ده او زه له ټولو ارګانونو او خلكو غواړم، چې په لاس يو كولو سره د ستونزې مخه ونيسي."

ثريا دليل دا هم وويل، په ښارونو كې د پلان او پروګرام څخه پرته د نفوس زياتوالى، بله ستونزه ده، چې ژوند يې له عادي حالت څخه ايستلى او ناروغيو ته يې زمينه برابره كړې ده.

په افغانستان كې د روغتيا د نړېوال سازمان ريس پيترجان ګرافت، په ښارونو كې د څښاك د اوبو كموالى، بې وزلي او د شنو سيمو نشتوالى هم د ناروغيو د خپرېدو لاملونه وگڼل او د دغو نيمګړتياو د پوره كولو لپاره يې د روغتيا د نړېوال سازمان له خوا، په هېواد كې د يو لړ نوېو پروګرامونه يادونه وكړه، پيترګرافت وويل:

"سږكال د روغتيا د ورځې د لمانځلو هدف دادى، چې په ټول هېواد كې د عامه پوهولو يو كلن پراخ كمپاين پيل او د ټولو اړوندو كورنيو او بهرنيو ادارو تر منځ عملي همغږى ټينګه شي."

غونډې ته كابل ښاروال هم په روان كال كې، د لسګونو شنو سيمو او پاركونو د رغولو او جوړولو په هكله معلومات وركړل او ويې ويل، چې دوى خپل پروګرامونه پيل كړي او د كال تر پايه پورې به سرته ورسيږي.

د عامې روغتيا وزارت وايې، چې په وروستيو څه باندې اتو كلونو كې په هېواد كې د ناروغيو د مخنيوي لپاره په مركز، ولايتونو او ليرې پرتو سيمو كې د پام وړ خدمتونه تر سره شوي او لا دوام لري.

خو خلك وايې، اوس هم په هېواد كې داسې سيمې شته، چې كلينكونه نه لري او په ځينو ځايونو كې د پخو لارو او سړكونو د نشتوالي له امله، ډير ناروغان په وخت مركزونو ته نه شي رسيدلي.

دوى له دولت او نړېوال اړوندو ارګانونو څخه هيله كوي، چې د روغتيايې خدماتو لمن دى د هېواد لېرې پرتو سيمو ته وغځوي.
XS
SM
MD
LG