د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

عمر:د انتخاباتودكمسيون دوو لوړ رتبه چارواکو استعفا ورکړه


د ولسمشر كرزي وياند وحيدعمر
د ولسمشر كرزي وياند وحيدعمر

د افغانستان د انتخاباتو د خپلوااك كمسيون مشرعزيزاله لودين او ددغه كمسيون د دارلانشاء رئيس داود علي نجفي له خپلو دندو استعفې وركړې.د ولسمشر كرزي وياند وحيد عمر، چې د چهارشنبې په ورځ يې يوې خبري غونډې ته وينا كوله، كه څه هم د دوى د استعفې لاملونه په ګوته نه كړل خو ويې ويل، چې ولسمشر د دوى استعفې منلي دي.

د افغان ولسمشر وياند وويل، چې ښاغلي كرزي د انتخاباتو د خپلواك كمسيون د دغو دوو مشرانو استعفې منلي او ډير ژر به د هغوي پر ځاى نوي كسان وټاكي.

د چارواكو په وينا د انتخاباتو د خپلواك كمسيون مشرعزيزاله لودين او د دغه كمسيون د دارلانشاء ريس داود علي نجفي د سې شنبې په ورځ افغان ولسمشر ته خپلې استعافوې وړاندې كړي او ښاغلي كرزي هم منلي دي.

خو د ولسمشر كرزي وياند وحيدعمر، چې د چهارشنبې په ورځ يى په يوه خبري غونډه كې د دوى د استعفې خبر وركړ خبريالانو ته وويل، چې د ښاغلي لودين كاري موده پوره شوې وه او نور يې نه غوښتل، چې د دغه كمسيون د مشر په توګه خپلې دندې ته دوام وركړي.

خو ښاغلي عمر د داودعلي نجفي د استعفې په اړه زيات جزيات وړاندې نه كړل او يوازې دومره يې وويل، چې دا د دوى خپله غوښتنه وه:

"ښاغلى لودين او ښاغلى نجفي يوارې مخكې هم استعفې كړې وه د انتخاباتو نه وروسته، خو په هغه وخت كې ولسمشر د دوي استعفې نه وه منلې، اما ښاغلي لودين استعفې نه ده وركړې د ده د كار موده ختمه ده د اساسي قانون په اساس ځكه ده درې كالو لپاره كار كړې دى.

ولسمشر كرزي په ډير درنښت د ده دا غوښتنه ومنله او څرنګه چې ښاغلي نجفي خپله استعفي پخواهم وړاندې كړې وه او اوس هم نو ښاغلي كرزى به د دواړو دندو لپاره نوي كسان وګماري."

ښاغلي عمر وويل، چې ولسمشر كرزي د دوى كړنې او په تېره بيا په سختو شرايطوكې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د انتخاباتو په اداره كولو كې د دوى رول وستايلواو ويې ويل، چې دوى به په نورو مناسبو پوسټونو كې په دندو وګماري.

د انتخاباتو د خپلواك كمسيون دغو دوو جګ پوړو چارواكو وروسته له هغې خپلې استعفوې ولسمشر ته وړاندې كړې، چې ولسمشر د تېرې پنجشنبې په ورځ دغه كمسيون ته ورغلو او هلته يې د ځينو هغو فشارونو يادونه وكړه، چې د دغو دوو چارواكو د ګوښه كولو په اړه پرده موجود دي.

خو ښاغلي عمر دا رد كړه، چې ګواكې د انتخاباتو د خپلواك كمسيون دا دواړه مشران د دغو فشارونو له كبله له خپلو دندو ګوښه شوې دي.
XS
SM
MD
LG