د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۰

په افغانستان كې به د بيمې سيسټم نورهم پياوړى شي


د افغانستان د ماليې وزارت د امريكا د پراختيايي ادارې په همكارۍ له همدې امله د چهارشنبې په ورځ په كابل كې خلكو ته د عامه پوهاوي يو څلور ورځنى سيمنارهم پيل كړ. د دغه وزارت د چارواكو په وينا او س مهال په افغانستان كې د بيمې دوه شركتونه فعاليت لري او ټاكل شوې ده، چې څلورنورهم په نږدې راتلونكي كې خپل كار پيل كړي.

د افغانستان د ماليې وزارت چارواكي وايي، چې په دغه هېواد كې به د عامه پوهاوي د پروګرامونو له لارې د بيمې سيستم لا پسې پياوړي كړي.

د ماليې وزارت مرستيال عبدالرزاق صمدي د چهارشنبې په ورځ په كابل كې په همدې اړه د جوړ شوي څلور ورځني سيمينار په يوې څنډه كې ازادۍ راډيو ته وويل، چې په افغانستان كې د بيمې په برخه كې د كورنيو او بهرنيو شركتونو د پانګونې ليوالتيا زياته ده.

د ښاغلي صمدي په وينا ټاكل شوې ده، چې د بيمې څلورشركتونه په نږدې راتلونكي كې په افغانستان كې خپل كارپيل كړي.

دا په داسې حال كې ده، چې اوس ،اوس په دغه هېواد كې د بيمې دوه شركتونه يو دولتي او بل خصوصي شركت فعاليت لري.

د افغانستان په نوم د بيمې د خصوصي شركت مشرسيد سعادت منصور نادري وايي، چې په كارده دولت د بيمې د هغو شركتونو د فعاليت مخه ونيسي، چې په دغه هېواد كې په غيرقانوني ډول فعاليت كوي:

"زما يواځينۍ هيله له افغان دولت، حكومت او ماليې وزارت څخه دا ده چې د بيمې د بهرنيوغيرقانوني شركتونو د فعاليت مخه ونيسي، ځكه دغه شركتونه نه د افغان دولت په وړاندې مسووليت احساسوي او نه ماليه وركوي، هرهغه څوك چې غواړي په دغه هېواد كې د بيمې شركتونه پرانيزې، په كارده چې قانوني مراحل يې بشپړكړي."

خو د افغانستان د ماليې وزارت چارواكي وايي، چې د قانون په چوكاټ كې د بيمې د غيرقانوني شركتونو د راوستولو په هدف يې هڅې پيل كړي دي او ډير ژر به په دغه هېواد كې د بيمې شركتونو ته د كار كولو قانوني جوازونه وركړل شي.
په افغانستان كې د بيمې د سيستم د دودولو په هدف په داسې حال كې خلكو ته د عامه پوهاوي د پروګرامونو جوړول روان دي، چې ډيركم خلك دې خبرې ته زړه ښه كوي.

دوې وايي، چې په بېلابېلو برخو كې يې د شركتونو له كارڅخه خيرنه دى ليدلى نو ځكه د بيمې شركتونه به هم د دوى په ښه رانه شي.
XS
SM
MD
LG