د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۳

رنجبر: د کرزي وروستۍ څرګندونې د افغانستان په ګټه نه دي


د ولسی جرګې غړی محمد کبیر رنجبر وايي د کرزي انتقادونه به له افغانانو سره د لویدیځ مرستې کمې کړي
د ولسی جرګې غړی محمد کبیر رنجبر وايي د کرزي انتقادونه به له افغانانو سره د لویدیځ مرستې کمې کړي
د افغانستان د ولسې جرګې د دریمې کرښې سیاسي ډلې د ولسمشر کرزي د روانې اونۍ پر څرګندونو اعتراض کړی دی.

د حامد کرزي په وینا ویل شوې دي چې ده د ولسې جرګې یو شمیر وکیلانو ته په شخصې غونډې کې ویلې دي که چېرې د انتخاباتو د کمسیون په برخه کې که دده غوښتنې ونه منل شوې نو له طالبانو به مرسته وغواړي.

همداراز د افغان ولسمشر په وینا رپوټ خپور شوی دی چې امریکا د افغانستان د حکومت په چارو کې مداخله کوي او که دغه مداخله دوام وکړي نو دی به طالبانو ته مخه کړي.

د ولسشمر کرزي د دې څرګندونو په اړه د ولسې جرګې له غړي کبیر رنجبر سره احمد شیبر مرکه کړې ده.
XS
SM
MD
LG