د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

څوک پړ دی، کرزی که اوباما ؟


افغان ولسمشر حامد کرزي او د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما په کابل کې
افغان ولسمشر حامد کرزي او د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما په کابل کې

په دي وروستیو کې د افغانستان د جمهور رییس حامد کرزي او امریکا تر منځ اړیکې خړ پړ شوي او جمهور رییس کرزی په ډاګه پر لویدیځ باندې انتقادونه کوي. د امریکایی مشرانو او کرزي تر منځ د اړیکو د خرابیدو په اړه څیړونکې مختلف نظرونه لري خو واشنګټن پوست ورځپانې په یوه تحلیلي مضمون کې ددې تاوتریخوالي پړه یو څه په جمهور رییس بارک اوباما هم اچولي ده.

د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی داسي ښیې چې له امریکا سره دده روان تاوترخوالی یو اړخیز نه دی . د امریکا جمهور رییس بارک اوباما افغانستان ته د خپل وروستي سفر په مهال او وورسته په یوې مرکې کې څرګنده کړه چې د جمهور رییس کرزي له کارونو څخه راضي نه دی.

په تیرو څو ورځو کې جمور رییس کرزي هم په لویدیځ انتقادونه وکړل او نړیواله ټولنه یې د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې په لاس وهنو تورنه کړه.

جمهور رییس کرزی له دي هم وړاندي لاړ او په زغرده یي وویل چې دی د لویدیځ لاس پوڅی نه دی او که زور پرې راشي نو له طالبانو سره به یو ځاي شي.

واشنګټن پوست لیکې: جمهور رییس اوباما په حامد کرزي فشارونه وارد کړي چی اداري فساد له منځه یوسي په خاص ډول په کندهار کې باید حکومتي سیستم سم کړي.

ورځپانه زیاتوي، سپینې ماڼۍ د جمهور رییس کرزي د هغو هلو ځلو په وړاندې مقاومت کړی چې غواړي د انتخاباتو له کمیسیون څخه د ملګرو ملتونو استازي لرې کړي.

واشنګټن پوست لیکې: د جمهور رییس کرزي دا ادعا چې وایي لویدیځ د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې لاس وهنه کړي ممکن د فشارونو غبرګون وي او حقیقت ونه لري او د وسله والو مخالفانو له مشرانو سره خبرې یې هم مخکی له وخته دي .

واشنګټن پوست لیکې: پوښتنه دلته ده چی د امریکا او افغانستان تر منځ دا روان تاوتریخوالی او په ډاګه مخالفتونه به په افغانستان کې د امریکا په ماموریت څه ډول اغیز وکړي؟

جمهور رییس اوباما د اسراییلو له صدراعظم بینجمن نتنیاهو سره هم جدي چلند وکړاو له ښاغلی کرزي سره یي محتاطانه ستراتیژي پرمخ نه ده وړې.

واشنګټن پوست وړاندی لیکي: که چیری جمهور رییس اوباما داسي فکر کوي چی په جمهور رییس کرزي باندي فشار به ددې سبب شي چې نوموړی د امریکا غوښتنو ته غاړه کیږدي او یا که غواړي افغانانو ته وښیي چی امریکا له شرطونو پرته ، له یوه بدنامه حکومت څخه ملاتړ نه کوي، نو په داسي حال احوال کې جمهور رییس اوباما غلطه محاسبه کړي.

دده ددې عمل په وړاندې جمهور رییس کرزي نه یوازې د مخالفت غږ پورته کړی، بلکې افغانان یې د بهرنیو عسکرو او د دوی د سیاسیي سلطې په ضد هم راپارولي دي.

واشنګټن پوسټ لیکې: په یوه مهم اقدام کې جمهور رییس کرزي څو ورځې وړاندې د پخلاینې په روحیې د امریکا د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن ته ټیلفون وکړ او د یکشنبې په ورځ کندهار ته لاړ تر څو هلته د ناټو او امریکایی ځواکونو د کیدونکو مهمو عملیاتو لپاره د خلکو ملاتړ حاصل کړي.

واشنګټن پوست زیاتوي: جمهور رییس کرزي په تېروکلونو کې ثابته کړه چې د افراطیت او تروریزم مخالف دی او په دي هم ښه پوهیږي چی هیواد یې د تروریزم او وسله والو د ماتولو په کار کې امریکایي ځواکونو ته اړتیا لري.

د امریکا جمهور رییس بارک اوباما هم پوه دی چې له کرزي پرته بله چاره نه لري او د افغانستان د مشرتابه له قوي همکارۍ پرته یې بهرنۍ پالیسي نه شي بریالۍ کیداي.

د ورځپاڼې په باور ، ددې همکارۍ لپاره وخت تېر شوی او دا هم نده څرګنده چی په ډاګه او علنی ډول به د جمهور رییس کرزي توهین له امریکا سره څه مرسته وکړي.
XS
SM
MD
LG