د نورستان والي وايي په نورستان کې د هسکو سيمو نه د سيندونو د را بهېدلو ګڼ ځايونه شته، چې ښايي په ډېره اسانه توګه پرې برېښنا جوړه شي، خو د اوبو او برېښنا وزارت دغه کار ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.
له يوې خوا که خلکوته کار نه دى موندل شوى له بل پلوه سيمه ايز خلک د برېښنا د نشتون په وجه ځنګلونه وهي او سيزي يې، نو دې مسلې پر چاپېريال هم ناوړه اغېزه کړى.
جما الدين بدر وويل، نورستان د ولايتونو په درجه بندۍ کې درېيمه درجه دى او درجه بندي د نفوسو په اساس کېږي، خو دى وايي په نورستان کې د اوبو، کانونو او ځنګلونو د منابعو په اساس بايد دا ولايت لومړى درجه وګڼل شي.
ده وويل: د نفوسو په اساس درجه بندي سمه نه ده، دا بايد وګورو چې کوم ولايت څومره منابع لري.
نورستان غرنى ولايت دى، چې هېڅ ولسوالۍ يې بلې ته ترافيکي لارنه لري، له دې امله يې خلک بې وزله او بې ارتباطه دي. په دې اړه سيمه ايزو خلکو او چارواکو څوځلي غږ پورته کړى خو لا اورېدل شوى نه دى.