د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

شکریه باركزۍ:پر لویدیځ د کرزي انتقادونه د هېواد د ملي ګټو پر خلاف دي


د ولسي جرګې د درېمې سياسي كرښې غړې شكريه باركزۍ
د ولسي جرګې د درېمې سياسي كرښې غړې شكريه باركزۍ

د افغانستان د ولسي جرګې د درېمې كرښې سياسي ډله د ولسمشر كرزي وروستۍ خبرې د افغانستان د ملي ګټو خلاف ګڼي وايې، چې افغانان نن، سبا د نړېوالې ټولنې مرستو ته اړتيا لري نو په كار ده، چې له بهرنيو هېوادونو سره اړيكي خرابې نه شي.

د ولسي جرګې د درېمې سياسي كرښې يوې غړې شكريې باركزۍ د سې شنبې په ورځ يوې خبري غونډې ته وويل، چې ولسمشر كرزى مسووليت لري چې د نړېوالې ټولنې سره د اړيكو په بيا جوړولو كې جدي هڅه وكړي، ځكه هيڅ يو ګاونډى هېواد د افغانستان لپاره ښه همكار او مرستندوى نه شي كېداى:

"د افغانستان هيڅ يو ګاونډى هېواد نه شي كولاى د دغه هېواد لپاره د سياسي، ټولنيزو او اقتصادي مرستو ښه بديل اووسي او افغانستان بل دوست نه لري، افغانستان غواړي په سيمه كې يو خپلواك هېواد وي، چې د نړېوالې ټولنې سره يو ځاى په حركت كې وي."

ويل كيږي، چې ولسمشر كرزي په كابل او كندهار كې په خپلو ويناوو كې بهرنيان د افغانستان په كورنيو چارو او د ولسمشرۍ په انتخاباتو كې په لاس وهنې تورن كړي دي او خبر دارى يې وركړى دى، چې كه د دوى لاس وهنه دا شان روانه وي نو شتون به يې په افغانستان كې يرغل وگڼل شي.

خو د افغان حكومت د رسنيو د دفتر مشر ډاكټر حكيم عاشر په دې اړه ازادۍ راډيو ته وويل، چې افغان حكومت يو خپلواكه حكومت دى نو له همدې امله د ولسمشركرزي خبرې د نړېوالې ټولنې د همكارى او مرستو د لړۍ د شلېدلو لامل نه گرځي:

"د ولسمشر خبرې په هيڅ وجه افغانستان سره په مرستو منفي اغيزنه كوي، موږ بايد خپلو خلكو ته د يو مسوول حكومت په توګه په بېلابېلو برخو كې خپله خپلواكي ولرو او د ولسمشر خبرې د افغانستان د ملي ګټو خلاف نه دي او موږ نه غواړو چې ملي ګټې اغيزمنې شي."

كه څه هم د يو شمېر افغانانو په باور د ولسمشر كرزي ورستۍ څرګندونو د ده او د لويديځو ملاتړ كوونكو تر منځ فاصله زياته كړې ده، خو د افغانستان د ولسمشرۍ په ماڼۍ كې چارواكي وايي، چې د ولسمشر خبرې به د نړېوالې ټولنې سره په اړيكو كې هيڅ ډول منفي بدلون را نه ولي .
XS
SM
MD
LG