د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۵ غویی ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۲۹

افغان قومي مشران د بهرنيو ځواكونو د كړنو په اړه اندیښمن دي


د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو په لسګونو قومي مشرانو نن په كابل كې د ناټو او امريكايي ځواكونو له عمومي قومندان سره وليدل او هغه ته يې د بهرنيو ځواكونو د كړنو په اړه خپلې انديښنې وړاندې كړې.دغه مشران، چې د هيواد له څلورديرشو ولايتونو څخه د قومونو او قبايلو چارو د وزارت په نوښت راټول شوي وو، خپلې نورې سيمه ايزې ستونزې هم وړاندې كړي.

په افغانستان كې د ناټو او امريكايي ځواكونو عمومي قومندان د هېواد قومي مشرانو ته ډاډ وركړ، چې د دوى ځواكونه به د خپلو عملياتو په مهال د افغانانو د دود او دستور بشپړ درناوې كوي.

جنرال سټينلي مك كريسټال، چې د سې شنبې په ورځ يې په كابل كې د هېواد د څلور ديرشو ولايتونو د قومي مشرانو يوې غونډې ته وينا كوله وويل، چې د تروريستي فعاليتونو د مخنيوي لپاره د دوى ځواكونه اړدي، چې كله نه كله د خلكو كورونه ته هم ورننوځي، خو د ده په وينا دا هر څه به د افغانانو د رسومو په درناوي كې كيږي:
قومي مشرانو له ښاغلي مك كريسټال سره خپلې ستونزې شريكې كړې


"ځينې وختونه په دې عملياتو كې اړتيا پېښيږي، چې ځواكونه كورونه ته هم ننوځي او زه د هغو كلتوري اندېښنو په اړه پوهيږم، چې تاسو يې لرۍ.

زه د هغو درناوې كووم او ماته له دې پرته بل څه مهم نه دي.

مخكې له دې، چې افغان او بهرني ځواكونه د ورځې او يا شپې كوم كور ته ننوځي زه دوى ته امر كووم، چې نور امكانات دې وګوري او يا لږ تر لږه كه ممكنه وي د ورځې تر رڼا پورې دې انتظار وباسي.

كله چې كوم كور ته د دوى د ننوتلو اړتيا پېښه شي، نو زه ورته وايم، چې دا هرڅه بايد خلكو او د هغوي كلتور ته په درناوي كې وكړي."

دغه قومي مشران، چې د قومونو او قبايلو چارو د وزارت په نوښت په كابل كې راټول شوي وو، جنرال مك كريسټال ته خپلې ستونزې، چې تر ډيره د بهرنيو ځواكونو له كړنو سره تړاو لري ور په ګوته كړې.

زياتره قومي مشرانو د دوى په سيمو كې د بهرنيو ځواكونو له بمبارېو او د بهرنيو ځواكونو د خپل سروعملياتو نه، چې تر ډيره د عامه خلكو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي شكايت درلود.

خو جنرال كريسټال وويل، چې دوى تر خپله وسه هڅه كوي دغه ستونزې هوارې كړي او د پوځي عملياتو په مهال د عامه خلكو د مرګ ژوبلې مخه ونيسي.

د قومونو او قبايلو چارو مرستيال وزير محمد يعقوب احمدزې، چې په دې غونډه كې موجود وو، له قومي مشرانو سره د جنرال مك كريسټال خبرې ګټورې وبللې.

هغه وويل، چې دوى د ناټو قومندان ته بلنه وركړې وه، څو له قومي مشرانو سره په ګډه دغو ستونزو ته د حل يوه مناسبه لار پيدا كړي.

د ښاغلي احمدزي په وينا دوى دا غونډه د قومي مشرانو د تېرو غونډو په دوام كې جوړه كړې، چې په كې په افغانستان كې د سولې او امنيت د ټينګښت په لارو چارو خبرې شوي.

زياترو قومي مشرانو په خپلو سيمو كې د بيارغونې غوښتنه هم كوله او په دولت يى كلكه انتقاد كاوه، چې ولايتونو ته زياته پاملرنه نه كوي او همدا لامل دې، چې د دوى په سيموكې نه امنيت او نه هم د روزګار امكانات برابردي.

خو د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي، چې دوى د داسې غونډو د جوړولو له لارې غواړي د لرو پرتو سيمو د خلكو ستونزې چارواكو ته ورسوي څو په دې برخه كې جدي ګامونه پورته شي.
XS
SM
MD
LG