د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۳۳

رهين:رسنۍ اوس د خلكو له انتقادونو سره مخامخ شوي


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير وويل، چې په تېرو څو كلونوكې په افغانستان كې رسنيو د پام وړ پرمختګونه کړي دي، خو په ځينو خاصو مواردو كې بېلابېلې رسنۍ د شخصي او قومي انګيزو او ځينو نورو ستونزو ښكارهم ګرځيدلي.

سيد مخدوم رهين، چې په كابل كې د افغانستان د رسنيو دوه ورځني سراسري سيمنار ته وينا كوله وويل، د دغو نيمګړتياو له امله ځينې رسنۍ د افغانانو او ديني عالمانو له نيوكو سره هم مخ شوي.

رهين د افغانستان د رسنيو ځينې ستونزې چې هغه وويل، په خاصو مواردو كې يې بېلابېلې رسنۍ لري، په دې توګه بيان كړې:

"د شخصي او قومي انګيزو په اساس د دروغو ويل، د روشنفكرۍ ننداره كول، په داسې حال كې چې ژورناليزم د روشنفكري ننداره نه بلكې خپله د روشنفكرۍ وسيله ده، د اخلاقي اصولو په پام كې نه نيول، په مركو كې تنده لهجه كارول، چې له مركې نه ډير ماخذې ته ورته والى لري، د فرهنګي يرغل وسيله ګرځېدل او كله كله د ملي ګټواو مصالحو په اړه فكر نه كول."

رهين همدا راز د افغانستان د رسنيو نوى قانون، چې د جمهور رئيس له مخالفت سره سره ملي شورا تصويب كړى دى، د تطبيق وړ وباله او ويې ويل، د دغه نوي قانون له مخې د رسنېو د عالي شورا په جوړېدو كار روان دى.

سيمنار ته د ولسمشر حامد كرزي پيغام هم واورېدل شو، چې د دارنګه سيمنارونو جوړېدل يې ګټور بللي و او په ولايتونو كې هم د دارنګه غونډو په جوړېدو يې ټينګار كړى وه.

په كابل كې "د رسنيو ستونزې اود حل لارې يې" ترسر ليك لاندې په دغه دوه ورځني سميناركې د افغانستان په سلګونو خبريالانو او د رسنېو څښتنانو برخه اخيستې، چې د رسنيو ستونزې او د حل لارې يې وڅيړي.

د خوست د شيخ زاهد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځى رئيس ماسټر وحيدي له ازادۍ راډيو سره په خبرو كې وويل، د افغانستان خبريالان بايد په خپلو كې همغږي را منځ ته كړي هغه څه چې د ده په وينا تر اوسه پورې نشته:
په تېرو څو كلونوكې په افغانستان كې رسنيو د پام وړ پرمختګونه درلودل


"رسنۍ ازاد دي او هيڅوك يې مخه نه شي نيولاى، خو د ملي ګټو د ساتنې لپاره دې يو همغږي رامنځته شي او دا دنده د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت ده."

كه څه هم د افغانستان د رسنيو د ستونزو په اړه خبرې كيږي، خو ځينې كارپوهان بيا د ازادو رسنيو وده په افغانستان كې د تېرو اتو كلونو له لوېو لاسته راوړنو څخه بولي.

اوس مهال په پايخت كابل او ولايتونو كې په سلګونو چاپي او بريښنايي رسنۍ فعاليت كوي، خو زياتره خبريالان او د رسنيو كاركوونكي ټينګاركوي، چې د نا امنيو د ګواښ په ګډون له بېلابېلو فشارونو سره سره خپلو كارونو ته ادامه وركوي او بايد چې په هېواد كې د بيان د ازادۍ د ښه تضمېنېدو لپاره د دوى په مخ كې پراته خنډونه له منځه ولاړ شي.
XS
SM
MD
LG