د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

كرولي: كرزى د خپل كلمات په احتياط انتخاب كړي


د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت ویاند فلیپ کرولي
د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت ویاند فلیپ کرولي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمهور ریس حامد کرزي د وروستیو څرګندونو په اړه په عکس العمل کې یو وار بیا ویلي، چې په دې ارتباط به له احتیاط څخه کار اخلي او دې ته د افغانستان ولسمشر حامد كرزي او د هغه د خلکو خپل منځي مسلې په سترګه ګوري.

په دې اړه، چې ولسمشر حامد کرزي تېره اونۍ په خپلو څرګندونو کې لويديځ وال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې په درغلیو تورن کړل د سپیني ماڼۍ چارواکو د امریکا او په خاص ډول د هغو کورنیو له خوا بدي ښکاره کړې ده، چې د دوي په وینا خپل اولادونه او د کورنیو غړي یې په افغانستان کې د ډیمو کراسۍ د تامین او د تروریزم د ماتې لپاره جګړې ته لیږلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند فلیپ کرولي په دې اړوند ویلي:

"په واضح ډول، هغه څه چې دى ېې هلته وايي، دلته په امریکا کې اغیز پریږدي او دې باید خپل کلمات په احتیاط انتخاب کړي."
كرزي د انتخاباتو په درغليو كې كې امريكا تورنه ګڼي


فلیپ کرولي، د لويديځ هېوادونو په اړوند د ولسمشر حامد کرزي د څرګندونو په اړه وړاندې وویل، چې درک یې یو څه ستونزمن دې او دوی ورڅخه خوا بدي شوي دي.

رویټرز اژانس لیکي، د جمهور ریس کرزي د وروستیو انتقادونو لړۍ دا ښکاره کوي، چې هغه دا خبرې یوازې د غصې له مخې نه ده کړې بلکه ښکاره کیږي، چې له خپلو لويديځ والو پلویانو يې د ځان د ګوښه کولو پالیسي غوره کړې وي.

خو په عین حال کې د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند فلیپ کرولي وویل، چې حامد کرزې د افغانستان منتخب رهبر دې او د امریکا حکومت له نږدې کار ورسره کوي:

"په واضح ډول، هغه څه چې دی ېې هلته وايي، دلته په امریکا کې اغیز پریږدي او دې باید خپل کلمات په احتیاط انتخاب کړي.

په دې برخه کې غواړم له احتیاطه کار واخلم. دا چې د طالبانو په اړه یې څه ویلي زه څه نشم ویلاې. موږ له جمهور ریس کرزی او د هغه له حکومت سره له نږدې کار کوو.

دا له امریکا سره د ولسمشر کرزي د اړيكو خبره نه ده بلکه د هغه او د افغانستان د خلکو تر منځ مسله ده او دی باید خپلو خلکو ته خپله رهبري او د حکومت موثریت څرګند کړي."

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر حامد کرزي یو وار بیا په خپلو خبرو ټینګار کړې او له بي، بي، سي سره یې په تازه مرکه کې ویلي، چې د انتخاباتو په اړه د ده خبرې ټولې ریښتونې وې او اشاره یې بیا هم دې ته وه، چې په انتخاباتو کې د درغلیو تر شا د امریکا لاس وو.

تېره اونۍ د ولسمشر حامد کرزي تر شدیدو خبرو وروسته نړېوالو خبري اژانسو له هيلري کلنټن سره د هغه د ټيلفوني مکالمې رپوټونه خپاره کړل، خو رویټرز اژانس د سپينې ماڼۍ د ویاند په حواله لیکي، چې د دواړو لورو تر منځ ټيليفوني خبرو سره هم خبره نه ده سړه شوې.
XS
SM
MD
LG