د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

عثماني: بهرنيان په اداري فساد كې اتيا په سلو کې لاس لري


په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې رييس محمد یاسین عثماني
په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې رييس محمد یاسین عثماني

د افغان چارواكو له خوا په فساد د بهرنيانو د تورنولو وروسته په كابل كې د ملګرو ملتو دفتر وايي، چې دوى د فساد د مخنيوي په مقصد د بهرنيانو لپاره ځانګړى اصول لري.د اداري فساد پرضد د مبارزى ریيس د يكشنبې په ورځ په يوې خبري غونډه كې تور ولګاوه، چې په فساد كې اتيا فيصده د دوى بهرني دوستان لاس لري.

په افغانستان كې د ملګرو ملتو چارواكو، په هېواد كې له هغو ټولو ارګانونو څخه، چې د اداري فساد پروړاندې مبارزه كوي، وغوښتل چې كه بهرنيان يې هرچيرې او هره برخه كې وليدل، چې په فساد كې لاس لري، بايد دوى پرې خبر كړي.

په افغانستان كې د ملګرو ملتو د سازمان يوې وياندې نيلاب مبارز د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، چې دوى له فساد څخه د بهرنيانو د لرې ساتلو لپاره ځانګړي اصول ټاكلي او په دې برخه كې جدي اقدامات كوي.

"موږ داسې پروسیجرونه لرو، چې کولای شي د فساد نه وقایه وکړي، البته موږ یواځې د ملګرو ملتونو له خوا خبرې کوو.

که څوک د ملګروملتونو په چوکاټ کې د فساد نښې ومومي خوشحالیږو، چې راپه ګوته کړي، څو موږ وکړای شو د هغه په وړاندې اقدامات وکړو. "

په افغانستان كې د اداري فساد پرضد د مبارزې ريیس محمد ياسين عثماني د يكشنبې په ورځ د مشرانو جرګې په غونډه كې وويل، چې بهرنيان په اداري فساد كې اتيا په سلو کې لاس لري.

"په اداري فساد كې اتيا فيصده بهرنيان لاس لري، په افغان حكومت هم فساد شته خو كيداى شي، حساب ترې وغوښتل شي، څلوردېرش ميليارده ډالر چې په افغانستان كې د بهرنيانو له خوا مصرف شول، د دې پوښتنه به څوك وكړي؟"

كارپوهان په اداري فساد كې د بهرنيانو لاس لرل نه ردوي، خو وايي، چې د دواړو لورو صداقت او غوڅ اقدامات كولى شي، چې مخه يې ونيول شي.

د كابل پوهنتون استاد او د سياسي چارو كارپوه نصراله ستانكزى وايي:

"په افغانستان کې درې اړخه په فساد کې داخل دي، د افغانستان دولت، بهرنیان او هغه مافیايي ګروپونه، چې د خصوصي سکتور په توګه فعالیت لري.

زه موافق نه یم، چې ۸۰ په سلو کې فساد یواځې په خارجیانو حواله کړو، په دې کې هېڅ شک نه شته چې په خارجیانو کې هم فساد شته، په دې اړه امریکايانو هم مقاماتو اظهارات کړي دي او ملګرو ملتونو هم په دې اړه اظهارات درلودل.

باید داخلیان او خارجیان سره کښېني، د فساد کچه او عوامل له منځه یوسي او یو بل سره همکاري وکړي، په یواځې توګه نه داخلیان او نه هم بهرنیان د دې مخه نیولی شي."

له دې مخكې د افغانستان جمهور رييس هم بهرنيان په اداري فساد كې ښكيل ګڼلي دي.

د افغانستان د اداري فساد پرضد د مبارزې رياست په داسې حال كې بهرنيان په اداري فساد تورنوي، چې بهرنيانو تردې وړاندې څو څو ځلې افغان حكومت په اداري فساد تورن كړى دي او نن خبره دې ځاى ته راورسېده چې دواړه خواوې يوبل ته ګوته نيسي.
XS
SM
MD
LG