د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۲ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۵۱

كرزى:ولسي جرګه دي پر تقنيني فرمان له سره غور وكړي


د افغانستان د ولسي جرګې ځيني غړي وايي، چي د شنبې په ورځ يې له افغان ولسمشر حامد كرزي سره د ارګ په ماڼۍ كې ليدلي او ولسمشر ورڅخه غوښتي چې د نوموړي د تقنيني فرمان په اړه، چې له مخې يې د انتخاباتو په قانون كې بدلونو نه راځي، له سره غور وكړي.

د ولسي جرګې يو غړي فضل كريم ايماق د يكشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، وكيلان د ولسمشر په غوښتنه د هغه ليدنې ته تللي و.

نوموړي وويل:

”بحث د انتخاباتو په قانون باندې را څرخېدو، چې د ولسي جرګې له خوا رد شوى. د ولسمشر غوښتنه دا وه، چې بايد پر دې باندې له سره غور وشي او يوې پريكړې ته ورسيږي، چې دوي دې پريكړې ته ونه رسېدل، چې بايد له سره كتنه پري وشي.“

د ولسمشرۍ د دفتر چارواكو په دې اړه له څه ويلو ډډه وكړه، چې ګواكې ښاغلې كرزى دې له لسګونو استازو سره په دې اړه ليدلي وي.

ولسمشر حامد كرزي د تېر كال د سلواغې په مياشت كې د انتخاباتو په قانون كې د يو لړ تغيراتو لپاره يو تقنيني فرمان صادر كړ.

د دغه فرمان له مخې، د انتخاباتو قانون ته نهه نوي مادې ور ډېري شوي او د نوي قانون وړانديز شوى متن په څوارلسو فصلونو او اوه شپيتو مادو كې د افغانستان ولسي جرګې ته ورليږل شوى و.

د ولسمشر له خوا د انتخاباتي شكايتونو د كمېسيون د باصلاحيته غړو د ټاكلو واك په دغه قانون كې له مهمو بدلونونو څخه وو، خو ولسي جرګې د رايو په اكثريت دغه قانون رد كړ.

په عين حال كي د افغانستان د ولسي جرګې ځيني غړي وايي، چې كېداى شي د ښاغلي كرزي غوښتنه دې د ولسي جرګې د غړو له خوا ومنل شي.

يو تن استازى محمد رحمان اوغلي زياته كړه:

” د افغانستان د اساسي قانون له مخې كله، چې طرحه او يا تقنيني فرمان د ولسي جرګي له خوا رد شي پرته له دې، چې مشرانو جرګې ته واستول شي هغه فرمان نو بيا بيخي رد شوى دى او دا د افغان ملت پريكړه ده يو يا دوه وكيلان نه شي كولاى، چې د ولسمشر په غوښتنه د دې فرمان په رد او يا تائيد كې پريكړه وكړي.“

ښاغلي كرزي د ولسي جرګې د غړو دا ګام د افغانستان د اساسي قانون سره په ټكر كې بولي او وايې، چې د ولسي جرګې پر غړو بهرني فشارونه د دغه قانون د رد سبب دى.

خو د ولسي جرګې رئيس محمد يونس قانوني د ولسمشر كرزي دغه څرګندونې رد كړي دي.

د ولسي جرګې اداري پلاوى وايې، چې دغه فرمان ځيني ستونزې او نيمګړتياوې درلودې، چي د دوى له خوا رد شوى دي.

ښاغلي كرزي ويلي، دغه فرمان يې ځكه صادر كړى، چې د افغانستان راتلوونكي انتخابات شفاف او چارې يې په خپله افغانان سنبال كړي.

معصوم ميوند- كابل
XS
SM
MD
LG