د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

عثماني: بهرنيان اتيا فيصده د په اداري فساد كې لاس لري


د افغانستان د اداري فساد پر ضد د ادارې رئيس محمد ياسين عثماني
د افغانستان د اداري فساد پر ضد د ادارې رئيس محمد ياسين عثماني

د افغانستان د اداري فساد پر ضد د ادارې رئيس وايي ، چې بهرنيان په پراخه كچه په اداري فساد كې لاس لري او په دې توګه يې په افغانستان كې لا ډير اداري فساد ته لاره هواره كړې.

محمد ياسين عثماني د يكشنبې په ورځ مشرانو جرګې خپلې غوڼدې ته وربللى و، چې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ادارې د وروستيو فعاليتونو په اړه معلومات وركړي.

عثماني وويل، وروسته له هغې چې د جمهور رئيس حامد كرزي د يوه فرمان له مخې د اداري فساد پر ضد د مبارزې ادارې صلاحيتونه ډير شول، د دې ادارې هلې ځلې هم لا جدي شوي دي.

هغه وويل، د دې فرمان له مخې د ادارې فساد پرضد د مبارزې په برخه كې د افغان او بهرنيو متخصصينو د يوه ګډ كميسيون په جوړولو هم كار روان دى:


(تراوسه پورې په افغانستان كې زموږ د نړېوالو دوستانو لګښتونه نه و مهار شوي، دوى په دې مكلف نه و، چې افغان حكومت ته حساب وركړي.

نو له همدې امله د دې لوى كار د ترسره كولو لپاره د جمهور رئيس په فرمان كې لارښوونه شوې چې د افغانانو، بهرنيانو او د نړېوالو استازېو يو ګډ كميسيون جوړ شي، ترڅو د اداري فساد له پلوه داخلي كار هم وڅاري او د نړېوالو موسسو څارنه هم وكړي، دا يوه نوې مفكوره ده او موږ پرې كار كوو.)

ښاغلي عثماني وويل، د نړېوالو هم اوس دې ته پام شوى چې بهرينان په ادارې فساد كې لاس لري او له همدې امله يې خپله څارنه جدي كړې.

هغه وويل، په دې وروستيو كې د امريكا د متحده ايالاتو جمهور رئيس هم څلويښت تنه خپلواك مفتشين ته د اداري فساد اړوندو قضيو د څيړلو په هدف افغانستان استولي دي.

افغان چارواكو پخوا هم ويلي و، چې د نړېوالو ادارو له خوا په لوېو پراختيايي پروژو كې پراخ اداري فساد موجود دى او دا په دولتي ادارو كې د موجود اداري فساد په مقايسه ډير زيات دى.

په عين حال كې د مشرانو جرګې ځينو غړېو په افغانستان كې د اداري فساد پر ضد په روانې مبارزې انتقادونه كول او هغه يې ګټوره نه بلله.

څه موده مخكې ولسمشر حامد كرزي د يوه نوي فرمان له مخې د افغانستان د اداري فساد پر ضد د مبارزې ادارې ته چې پخوا د اداري فساد پرضد د مبارزې د ستراتيژۍ د څارنې عالي اداره نوميده، نوي واكونه وركړل چې له مخې به يې دغه اداره د اداري فساد اړوندو پېښو د څيړنې واك هم ولري.

د ځينو كارپوهانو په باور اداري فساد په افغانستان كې په يوې جدي ستونزې اوښتى دى چې له افغان دولت نه د خلكو د بې زارۍ سبب شوى دى.

بل خوا د دې ستونزې له امله افغان دولت د نړېوالو تر سخت فشار لاندې دى.

د امريكا جمهور بارك اوباما كابل ته د خپل وروستي سفر په ترڅ كې له جمهور رئيس حامد كرزي سره په كتنې كې د اداري فساد پرضد د مبارزې په برخه كې د لا جدي هلو ځلو غوښتنه وكړه.
XS
SM
MD
LG