د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۲۵

افغان المپيك كمېټه:د ورزش د پرمختيا لپاره نوي پروګرامونه لرو


د المپيك د ملي كمېټې ريئس محمدظاهر اغبر
د افغانستان د المپيك ملي كمېټه په پام كې لري، چې په هېواد كې د ورزش د پر مختيا لپاره، نوي پروګرامونه ترتيب كړي.

د افغانستان د المپيك ملي كمېټې د يكشنبې په ورځ په كابل كې د هېواد د څلورديرشو ولايتونو د ورزش له امرينو سره يوه دوه ورځني غونډه پيل كړې ده.

د المپيك د ملي كمېټې ريئس محمدظاهر اغبرغونډى ته په خپلو څرګندولوكې وويل چې په غونډه كې به د ټولو ولايتونو د ورزشي امرينو پر فعاليتونو، ستونزو، غوښتنو او تشكيلاتو بحث وشي.


ښاغلي اغبر زياته كړه، سره له دې، چې د هېواد ورزشكاران كافي تجهيزات، سپورتي وسايل او د لوبو مناسب ميدانونه او ځايونه نه لري، خوبيا هم تېركال د هېواد ورزشكارانو په ملي او نړېواله سطح د پام وړ برياوى ترلاسه كړي دي.

د ولايتونو د وزرش امرينو ويل، كه دوى ته په ولايتونوكې د ورزش ځانګړي ځايونه جوړشي، د ولايتونو ورزشونه به ډيره پرمختيا وكړي.

تېركال افغان ورزشكارانو د باسكټ بال، فوټبال، كراتې، تكواند، غيږنيونې او كركټ په مسابقوكې، د جنوبي اسيا په هېوادونو كې ښې لاسته راوړنې لرلې، په ځانګړي توګه د باسكټ بال او كركټ په مسابقو كې.

تېركال د افغانستان د كركټ ټيم وكړاى شول، چې د كركټ نړېوالو مسابقو ته لاره ومومي.

د افغانستان د المپيك د ملي كمېټې مسئولين وايي، دوى په كال كې درې ميليونه ډالره بوديجه لري، چې دا په ټول هېواد كې د ورزشونو پراختيا ته كافي نه ده.

دوى وايې، كه زياته مرسته ورسره وشي، فعاليتونه اولاسته راوړنې به يې له دې هم زياتې شي.
XS
SM
MD
LG