د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۰۵

رحيمي:د راتلونكي كال نويو پروژوته ۳۱۹ميليونه ډالره ضرورت دی


د کرنې او مالدارۍ وزیر محمد اصف رحیمي

د افغانستان د كرنې اومالدارۍ وزير وايې، سږ كال يې په هېواد كې د بيارغاونې او پراختيايي پروژو پلانونه له كليو او ولسواليو څخه پيل كړي. او داسې پروژې يې په پام كې نيولى دي، چې د خلكو او ولايتي شوراګانو له لارې، د دولت اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د كرنې او مالدارۍ وزير محمداصف رحيمي، چې د شنبې په ورځ يې ولسي جرګې ته په تېر كال كې د بشپړو شوېواوپه راتلونكي كال كې د نوېو پروژو په هكله معلومات وركول وويل، د دې لپاره چې زياتره پلان شوي پروژې پيل او بشپړې شي، هيله ده د ماليې وزارت ورته بوديجه برابره كړي.

رحيمي زياته كړه، په تېر كال كۍ يې پر بزګرو ديرش زره ټنه اصلاح شوى تخمونه ويشلي ، د پستې درې سوه اويا هكتاره ځنګلونه يې سمبال كړي، څلور سوه پنځه پنځوس هكتاره ځنګل يې ژغورلي، په ګڼ شمير ولايتونو كې يې د اوبو رسولو سيستمونه رغولي، له دوه ديرش خصوصي شركتونو څخه يې بزګرو ته پورونه اخيستي، له كروندګرو سره يې د تراكتورونو مرسته كړې او د اصلاح شوېو ميوودبوټو په سلګونو قرغى او له زرو څخه زيات باغونه يې رغولى دي.

خو دجرګي ځينوغړوويل ، اوس هم دهيواد په لرې پرتو سيمو په زرګونو هكتاره اوارې دښتې داوبو تږې او په ډيرو ضروري ځايونوكې ، د اوبو رسولو سيستمونو فعال شوي نه دي.

خو دكرنې وزير وويل ، كومى پروژى چې اوږد مهالې دي، هغه د تيرو كلونو په څير بيا هم نوي كال ته اتنقاليږي.

څرنګه چې پوښتنې او غوښتنې ډيرې وې ، په پاى كې پريكړه وشوه ، چى ، دجرګې غړي دې ددوى دسيمو اړتياوې په ليكلې توګه اړوندووزارتونوته وسپاري ترڅو وڅيړل شي او دماليې وزارت يي دبودیجې په لټه كې شي .

XS
SM
MD
LG