د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۱۴

په ننګرهار کې د دوو دښمنو کورنيو ترمنځ روغه وشوه


د ننګرهار پخوانی والي خاجي دین محمد او د حاجي محمد زمان غمشریک ورور حاجي محمد امان خیري یوبل سره لاس ورکړ .

دا يوه د ننګرهار د مخکيني والي حاجي عبدالقدير او بله د جهادي قوماندان حاجي محمدزمان کورنۍ وه. د افغانستان ولسمشر د اسدالله وفا په مشرۍ د دوی ترمنځ د روغې جوړې لپاره يوه ډله مشران ټاکلي و. او دې مشرانو نن خپله پریکړه اعلان کړه.

د افغانستان د جمهوري رياست سلاکار اسدالله وفا چې د روغې جوړې مشر توب يې درلود.د ننګرهار د دوو دښمنو کورنيو ترمنځ د څه نا څه (٧٠٠) تنو قومي مشرانو په مخکې د جر ګې پريکړه په دې ډول اعلان کړه:

١- دواړه لوري به يو پربل په راتلونكې کې هېڅ ډول دعوه او تور نه پورې کوي.

٢- دواړه لوري به زړې دښمنۍ هېروي او له سره به د ورورۍ ژوند پيلوي.

٣- که هر لوري له دغې پرېکړې سرغړونه وکړه؛ نوبه ٤٠ ميلونه افغانۍ ناغه ورکوي.

بيا د حاجي عبدالقدير ورور حاجي دين محمد د جرګې د پريکړو ملاتړ وکړ او وېې ويل موږ ټولې زړې خبرې هېرې کړې او تر دې وروسته د ورورۍ ژوند پيلول د ټولو وظيفه ده.

د حاجې محمدزمان ورور حاجي محمدامان خيري وويل، څرنګه چې حاجي محمد زمان مرحوم په خپل ژوند دغې جرګې ته واک ورکړى و، نو په دې وسيله زه هم د دغه جرګې پرېکړې منم او سرغړونه به ونه کړم.

جرګې پريکړه وکړه، چې نن ورځ شنبې به د حاجي عبدالقدير کورنۍ او جرګه د حاجي محمد زمان د کورنۍ او د يکشنبې په ورځ به د حاجي محمد زمان کورنۍ او جرګه د حاجي عبدالقدير د کورنۍ ميلمانه وي.
XS
SM
MD
LG