د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۱۹

احمدزی: قومي مشران او سپین ږیري د سولې په راوستو کې مهم رول لري


د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مرستیال محمد یعقوب احمدزی

د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي، چې په تېرو شپږو مياشتو كې يې د هېواد په بيلابيلو ولايتونو كې د قومي مشرانو څو جرګې جوړي كړي دي.د دغه جرګو او قومونو مرستيال د شنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، چې د دغو جرګو هدف په هېواد كې د سولي او ثبات ټينګول دي .

د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي، غواړي چې د قومي مشرانو او سپين ږيرو د جرګو له لارې د سولې او ثبات هلې ځلې پياوړي كړي.

د دغه وزارت د جرګو او قومونو مرستيال وايي، چې په تېرو شپږو مياشتو كې يې د قومي مشرانو ۹ جرګې په بېلابيلو ولايتونو كې جوړي كړي، چې په كې سلګونو قومي مشرانو او ديني عالمانو ګډون كړى دى.

محمد يعقوب احمدزي د شنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې د دغو جرګو له لارې هڅه شوې، چې د قومي مشرانو او سپين ږيرو رول په ملي مسالو كې، چې په دې وروستيو كې له پامه لوېدلى بيا راژوندۍ كړي.

ښاغلي احمدزي وويل، چې په دغو جرګو كې قومي مشرانو خپل وړانديزونه هم وړاندې كړي دي.

”دوى ډېر وړانديزونه درلودل او ځانګړى وړانديز يې دا و، چې جنګ د حل لاره نه ده، د افغانستان پخواني تاريخ ته په كتلو سره په دې هېواد كې هره ستونزه قومي مشرانو د جرګو له لارې هواره كړې ده.

زموږ د جرګې بل عمومي هدف دا و، چي په ولايتونو او سيمو كې پخوانيو قومي مشرانو او سپين ږيرو ته خپل رول وركول شي، چې موږ د هغوى په مشوره وكولاى شو په سيمه كې سوله او امنيت راولو.“

د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي، چې په جوړو شوو جرګو كې د نړيوالو ځواكونو استازو هم ګډون كړى و او قومي مشرانو ورڅخه غوښتنه وکړه، چې له پوځي عملياتو او خپل سرو تلاشيو څخه بايد ډډه وشي، چې نړيوالو ځواكونو دا ټكي منلي دي.

ښاغلي احمدزي، د سولي ملي مشورتي جرګه چې كېداى د روان كال د غويي مياشتې پر دولسمه په كابل كې د بېلابېلو پرګنو په ګډون جوړه شي، په هېواد كې د سولې او امنيت راوستلو لپاره يو ښه ګام وبله او ويې ويل، چې په دغه جرګه كې به قومي مشران او سپين ږيري ځانګړى رول ولري.

”دا يوه مشورتي جرګه ده، چې هر څوك خپل رول لري، قومي مشران خپل رول لري، د پوهنتونونو استادان خپل او ټولنيز شخصيتونه خپل رول لري.

له همدې امله موږ قومي مشرانو ته بلنه وركړه، چې دوى د خپلو سيمو ستونزې وړاندې كړي ځكه، چې دوى په پوهيږي او د دوى رول تر نورو كسانو مهم دى.“

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزرات وايي، چې ټاكل شوې په راتلوونكو څو ورځو كې، په كابل كې يوه لويه جرګه د هېواد د ۳۴ ولايتونو د مشرانو او سپين ږيرو په ګډون جوړه كړي، چې د تېرو جرګو پايلې وڅېړي.

په افغانستان كې تر اوږدو جګړو ها خوا جرګو، مركو او قومي مشرانو د ملي مسايلو او ستونزو په حل كې ځانګړى رول درلودى.

خو په دې وروستيو كلونو كې ورته پام نه دى شوى او بېلابېلو جنګي ډلو په خپله خوښه پرېكړي كړي، جرګې او مركې يې هېرې كړې دي.

معصوم ميوند - كابل
XS
SM
MD
LG