د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

افغان ميرمنې د سولې په مشورتي جرګه كې د فعاله حضور غوښتونكي دي


د افغانستان د ښځو چاروز وزارت پخوانۍ وزیره حسن بانو غضنفر
د افغانستان د ښځو چاروز وزارت پخوانۍ وزیره حسن بانو غضنفر

يوشمېر افغان ميرمنو د شنبې په ورځ په كابل كې راټولې شوې وې او د سولې د مشورتي جرګې او د كابل په نړيوال كنفرانس كې يې د پراخه ګډون غوښتنه وكړه.په دغه غونډه كې، چې له لرې پرتو ولايتونو څخه راغلو ښځو په كې ګډون كړی و له افغان حكومت نه وغوښتل شول څو دوی ته په دې غونډو كې فعاله برخه وركړي.

په افغانستان كې د سولې د ملي مشورتي جرګې او د كابل د نړيوال كنفرانس د جوړېدو په درشل كې يوشمير افغان ميرمنو په دې كنفرانس كې د پوره ونډې غوښتنه وكړه.

دغه ميرمنې، چې د مدني ټولنو او د ښځو چارو وزارت په نوښت د شنبې په ورځ په كابل كې په يوه غونډه كې راټولې شوې وې، انديښنه وښوده چې په دې دوه مهمو جوړېدونكو غونډو كې د ښځو ونډې ته سمه پاملرنه نه ده شوې.

د كابل پوهنتون دحقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استادې شهلا فريد وويل، په دې غونډو كې بايد هغو ميرمنو ته فعاله ونډه وركړل شي، چې د نورو ښځو اساسي ستونزي وپيژني.

نوموړې انديښنه وښوده، چې د دوى د معلوماتو له مخې په دې غونډو كې لكه څرنګه چې ښايي ښځو ته مناسبه ونډه نه ده وركړل شوي.

"زموږ غوښتنې نور بايد د نارينه له هنجري بيان نه شي نور د افغان ميرمنو لپاره بس ده، چې غږ يې د نارينه وو له خوا پورته كيږي.

دا چې اوسمهال افغان ميرمنې په څه حال كې دي او له وسله والو سره له مذاكرې وروسته به څه ډول شي، موږ غو اړو چې دا خپله د كابل په غونډه كې بيان كړو.

دا چې د ښځو د پراخه ګډون لپاره به څومره ضمانت په كې وي دې ته زه دومره خوشبينه نه يم، ځكه موږ مخكې دا هيله هم درلوده چې د لندن په كنفرانس كې به افغان ميرمني ګډون وكړي، خو هغسي ونه شو زه هېڅ فكر نه كوم چې كوم ضمانت به په كې وي."

يوشمېر افغان ميرمنې د سولې په مشورتي جرګه كې ځكه د فعاله حضور غوښتونكي دي، چې دوى ويره لري كه چېرې په دې غونډه كې فعاله ګډون ونه لري نو د تېرو نهو كلونو لاس ته راوړنې به يې د سياسي معاملاتو ښكار شي.

خو په دې غونډه كې د ښځو چارو سرپرستې وزيرې حسن بانو غضنفر وويل، چې دوى خوشبينه دي چې په دې دواړو كنفرانسونو كې افغان ميرمنو ته زياته ونډه وركول كيږي.

"زه ډيره ډاډه يم ځكه چې زه كار پري كوم يو زيات شمېر ميرمنې په لېست كې هم دي، زه فكر كوم چې د سولې په جرګه كې به د ښځو ګډون ډير وي او په عين وخت كې هغه حقوق چې ښځو په ډېر زيار لاسته راوړي بايد د خبرو اترو قرباني نه شي."

په تېرو اتو كلونو كې يوشمېر افغان ميرمنې، چې له خپلو ځينو اساسي حقونو برخمنې شوي دي، له وسله والو مخالفينو سره د سولې د مشورتي جرګي په جوړېدو انديښمنې دي، دوی وايي، كه چيرې له وسله والو مخالفينو سره د هغوى د ايښودل شويو شرطونو له مخې روغه جوړه وشي نو د دوی لاسته راغلي ټولنيز حقونه به يوځل بيا تر پښو لاندې شي.

خو بل پلو افغان دولت او نړيواله ټولنه ډاډ څرګندوي، چې له وسله والو مخالفينو سره كيدونكې سوله بايد تيرې اته كلنې لاسته راوړنې زيانمنې نه كړي.
XS
SM
MD
LG