د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۳۷

په افغانستان کې د ماینونو د موجودیت په اړه اندېښنې


افغان چارواكي وايې، په افغانستان كې تراوسه پورې د ماينونو د موجوديت په اړه اندېښنې په ځاى پاتې دي خوهڅه كوي، چې د لا ډيرو پروګرامونو په پلي كولو سره په دې هېواد كې د ماين ګواښونه له منځه يوسي.له بلې خوا لاهم په دې هېواد کې نوي ماینونه خپرېږي .

د شنبې په ورځ په كابل كې د ماين پاكۍ د نړېوالې ورځې په مناسبت په يوې جوړې شوې غونډه كې يو شمېر افغان چارواكو، په كابل كې د امريكا او كاناډا سفيرانو او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي ګډون كړى و.

غونډې ته په وينا كې په افغانستان كې د ماين پاكۍ د پروګرامونو د همغږۍ د مركز رئيس ډاكتر حيدر رضا په افغانستان كې د ماين پاكۍ د كار كوونكو د امنيت په اړه اندېښنه وښودله او ويې ويل، چې نا امنيو د ماين پاكۍ كارونه ټكني كړي دي.

هغه له وسلوالو مخالفينو وغوښتل، چې د ماين پاكانو د كار مخنيوى ونه كړي:
زيات افغانان د ماينونه له لاسه معلول شوي


"د ماين پاكۍ كار كه د اسلام له نظره وګورئ، داسې يو كار دى، چې هم ثواب دى او هم خورما.

زموږ ماين پاكان په سياست كې هيڅ دخيل نه دي، له مخالفينو نه زما غوښتنه همدا ده چې د ماين پاكۍ له ډلو سره چې هيڅ سياسي هدف نه لري، همكار و اوسي، كه چېرې يې مرسته ورسره له وسه نه كيږي لږ تر لږه د دې زمينه خو دې مساعده كړي، چې ماين پاكان هغو سيمو ته سفرونه وكړي، چې د ماين ستونزه په كې ده. او دا ستونزه ماين يا نا چاودي توكي زموږ د هېواد والو له لارو نه لرې كړي."

په كابل كې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي سټيفن ډيمستورا وويل، چې كه څه هم په افغانستان كې د ماينونو او چاوديدونكو موادو د له منځه وړلو لپاره ډير كارونه شوي دي، خو زياته يې كړه، چې تر اوسه پورې په مياشت كې څلوېښت كسان په افغانستان كې د ماينونو قرباني كيږي.

د امريكا د متحده ايالاتو او كاناډا سفيرانو هم په افغانستان كې د ماين پاكۍ له پروګرامونو سره د خپلو مرستو په دوام ټينګار وكړ.

د امريكا د متحده ايالاتو سفير كارل ايكن بيري وويل، چې هېواد به يې روان كال هم له افغانستان سره د ماين پاكۍ په برخه كې له پنځه ديرشو مليونو ډالرو ډيره مرسته وكړي:

"د امريكا په دې مرستې سره به له درې زرو نه ډيرو افغانانو ته د كار زمينه مساعده شي او په لسګونو زره نور افغانان به د ماينونو له خطره خلاص شي.

موږ سږ كال په پام كې لرو، چې په افغانستان كې د سيمو په كچه د ماين پاكۍ له يو لړ پروګرامونو سره چې خپله د سيمې خلك به يې پلي كوي، مرسته وكړو.

د دې پروژو په پلي كېدو سره به د ماين له ګواښونو نه د خلكو له خوندي كولو سربېره، ډيرې سيمې د كرنې او د بې ځايه شوېو خلكو د بيرته ستنيدو لپاره له ماينونو پاكې شي."

افغان چارواكي وايې، چې تراوسه پورې د افغانستان د شپږو سوو كيلو متره نه په ډيره ساحه كې د روسانو د وخت د ايښودل شوېو ماينونو ګواښونه موجود دي.

دوى اندېښنه ښيي، چې كه له يوې خوا پخواني ماينونه له منځه وړي له بلې خوا په دې وروستيو كې وسلوالو مخالفينو د نوېو ماينونو ايښودلو ته زور وركړى دى.

د خپرو شوېو سروې ګانو له مخې په تېرو څو لسيزو كې ماينونو شاوخوا يو مليون افغانان معيوب كړي دي او درې مليونه نور لاهم د ماينونو له ګواښ سره مخ دي.
XS
SM
MD
LG