د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۵۲

په هلمند كې د ملي اردو ۲۱۵ ميوند قول اردو په كار پيل وكړ


د ملي دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ

په هلمند ولايت کې په لومړي ځل ٢١٥ ميوند قول اردو په رسمي ډول د ګرشک ولسوالۍ په ښوراب سيمه كې د يو شمېر دولتي او بهرنيو چارواکو له خوا پرانستل شوه . چې دم ګړﺉ درې لېواګانې لري .

د دغه د قول اردو د پرانسیتې په مراسمو کې د هېواد د ملي دفاع وزير سترجنرال عبدالرحيم وردګ، لوی درستيز جنرال بسم الله خان، په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال سټنلي مک كرېسټل، د نيمروز او هلمند واليان او په ملي شورا کې د هلمند د خلکو استازو ګډون درلوده.

د دوه سوه پنځلسم ميوند قول اردو د پرانستې په مراسمو كې د ملي دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ د ملي اردو د دندو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل د دغه قول اردو افسران به د هلمند تر څنګ په نيمروز او فراه ولايتونو کې هم دنده تر سره کوي او خلکو ته امينت ټينګوي.

ښاغلي وردګ، د هلمند په خلکو غږ وکړ، چې راشئ او په ملي اردو کې خپل ځوانان ځاى پرځاى او د هېواد ساتنه وکړﺉ.

همدا راز په افغانستان كې د ايساف ځواكونو عمومي قوماندان جنرال مک كرېسټل دغونډې پر مهال وويل، چې په افغانستان کې تر ډيره بريده ملي اردو پياوړې شوې او د پخوا په پرتله اوس ډيرې لاسته راوړنې لري.

هغه ژمنه وکړه، چې دوی به نور هم د افغان امنيتي ځواکونو په مسلکي روزلوو کې هڅې کوي تر څوافغان سرتېري خپله د دې جوګه شي، چې امينت ټينګ کړي.

د هلمند والي محمد ګلا ب منګل د ملي اردو د دغه قول اردو راتګ هلمند ته د امنيت د ټينګښت سره مستقيما په اړيكه كې وبلل.

نوموړي وويل، د ملي اردو سرښندنې د يادونې وړ دي او د هلمند اوسيدونكي د ملي اردو له كړونو راضي دي.

په هلمند كې دوه سوه پنځلسم ميوند قول اردو اوس اوس درې ليواوې لري، چې يوه يې د نيمروز ولايت په دلارام ولسوالۍ كې دوهمه يې د هلمند په ګرمسير ولسوالۍ كې او درېیمه يې په ښوراب كې ځاى په ځاى شوي دي.

د دغه قول اردو قوماندان بريد جنرال اركان حرب سيد ملوك، چې په اصل كې د پكتيا ولايت د ځاځۍ اريوب ولسوالي اوسيدونكي دي ټاكل شوى دى.

د سياسي چارو كارپوهان وايې، د سرتېرو او ځواكونو زياتېدل په هلمند كې د امنيت د ټينګښت سبب كېداى شي ځكه دغه ولايت د خپل پراخه مساحت له پلوه د افغانستان لسمه برخه جوړوي.

په عين حال د هلمند اوسيدونكي هم د ملي اردو د دغه نوي قول اردو پر پرانستنې خوشالي ښيې، خو ورسره جوخت د امنيت د ټينګښت او بيارغونې غوښتنه كوي.

XS
SM
MD
LG