جمهور رییس کرزی غواړي، د روغې د پلان د تقویه کولو لپاره په راتلونکې مۍ میاشتې کې د سولې جرګه راوبولي.
لویدیځ چارواکي وایي، په داسې حال کې، چې د دغې جرګې لپاره هلې ځلې روانې دي، پاکستان او د دولت مخالفو ځینو ډلو د سولې په خبرو کې د یو برلاسي موقف د خپلولو لپاره زیارونه پيل کړي دي.
امریکا چې د افغانستان په جنګ کې یې د بدلون او له دغه هېواده د خپلو عسکرو د ویستلو په مقصد افغانستان ته د دېرشو زرو نورو عسکرو استول پیل کړي دي، له مخالفینو سره د جمهور رییس کرزي د خبرو د مهالوېش په اړه شک لري.
خو واشنګټن بیا هم د یوې داسې ستراتیژۍ ملاتړ کوي، چې د جنګ او سولې لپاره زیارونه په کې څنګ په څنګ دوام وکړي.
په افغانستان کې د امریکا او ناټو قواوو د قوماندان مشاور ښاغلی ګرییم لم وایي، هغه اړخونه چې ډېر دخیل دي لکه اسلام اباد، واشنګټن او کابل کولی شي، د سږکال ترپایه د سولې په شرایطو سره سلا شي.
خو دی وایي، چې د سولې په چارو کې بیړه به نه ښه وي او نه دوامداره.
ده په خپلو دې خبرو کې د امریکایي چارواکو پیغام، چې په وروستیو کې یې له جمهور رییس کرزي سره ولیدل څرګند کړه.
یو امریکایي چارواکی، چې د سولې په هلوځلو خبر دی او نه غواړي نوم یې واخیستل شي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي، چې د سولې پروسه اسانه نه ده او اساسي اړخونه سره اختلافات لري نو که چېرې پیل شي کیدای شي درې کاله دوام وکړي.
د رویټرز خبري اژانس رپوټ زیاتوي، ځیني امریکایي چارواکي اندېښمن دي، چې جمهوررییس کرزی کیدای شي کوښښ وکړي پرته له دې، چې د سولې د شرایطو په اړه د نظر وحدت رامینځ ته شوی وي، له ځینو ډلو سره معامله وکړي او دا کار به د ځواکونو د تقویې هغه پروګرام چې جمهور رییس اوباما یې په نظر کې لري مختل کړي.
رپوټ زیاتوي، په داسې حال کې چې امریکا له عادي طالبانو سره د خبرو ملاتړ کوي خو له طالب مشرانو سره خبرو ته زړه نه ښه کوي.
واشنګټن په دې نظر دی، چې لومړی طالبان باید د جنګ په ډګر کې کمزوري کړای شي او بیا وروسته جمهور رییس کرزی له یو پیاوړي دریځ ورسره خبرې و کړي.
د رویټرز خبري اژانس رپوټ زیاتوي، چې وسله والو طالبانو د جمهوررییس کرزي د سولې وړاندیزونه تراوسه رد کړي دي خو د ګلبدین حکمیتار په مشرۍ اسلامی حزب خپل استازي کابل ته استولي دي.