د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۱۷

عبدالله:نړېوالې ټولنې په تېروانتخاباتوکې زیاته درغلي نه ده کړې


ډاكټرعبدالله له نړېوالې ټولنې سره يوځل بيا په خپلواړيكو باندې ټینګاروكړ
ډاكټرعبدالله له نړېوالې ټولنې سره يوځل بيا په خپلواړيكو باندې ټینګاروكړ

د جمهوري رياست په انتخاباتوكې د حامد كرزي تر ټولو سترسيال ډاكټرعبدالله عبدالله د ولسمشر حامد كرزي له هغو خبرو سره خپل كلك مخالفت څرګند كړ، چې ګويا د جمهوري رياست په تېرو انتخاباتو كې نړېوالې ټولنې زياته درغلي كړې ده.

ښاغلی كرزی تېره ورځ د انتخاباتو د خپلواك كميسيون څخه د خپلې ليدنې پر مهال ويلي وه، چې د جمهوري رياست په تېرو انتخاباتو كې بهرنيانو زياته لاس وهنه وكړه او خبرداری يې وركړ، چې كه نړېواله ټولنه د افغانستان په انتخاباتو كې خپلې لاس وهنې ته دومره په شدت سره ادامه وركړي نو بيا به د دوی حضور په افغانستان كې د اشغال په معنې تلقي شي.

خو ډاكټر عبدالله د جمعې په ورځ په يوې خبري غونډه كې وويل، د حامد كرزي په داسې خبرو سره يوازې او يوازې طالبانو ته ګټه رسيږي:

"د كرزي دې پيغام يوازې او يوازې طالبانو ته ګټه درلوده، هاغو خلكو ته د دې خبرو ګټه وه، چې د افغانستان له خلكو سره يې دښمني اعلان كړې ده او له دې څخه دا څرګنديږي، چې د افغانستان له مشرتابه څخه نوره لاره وركه شوې ده او په دې توګه به د تروريزم پر ضد د روانې مبارزې او ملي پاڅون تر منځ موجوده د بيلتون ليكي سره وركيږي، چې دا بيا د هېواد په ګټه نه دي."

خو له ولسمشر حامد كرزي سره د انتخاباتو د خپلواك كميسيون او دارالانشا مشرانو هر يوه ډاكټر عزيزالله لودين او داوود علي نجفي بيا په يوه خوله د جمهوري رياست او ولايتي شواګانو په تېرو انتخاباتو كې د بهرنيانو د لاس وهنې په اړه وويل، چې ان ښاغلي نجفي ته د بهرنيانو له خوا د دوو زرې موټرو له وركړې څخه بيا د هغه د مرګ تر بريده هم ګواښونه شوي وه، چې دا د ښاغلي كرزي په وينا د ښكاره لاس وهنې دليل ګڼل كيږي.

ډاكټر عبدالله يو ځلي بيا د انتخاباتو په خپلواك كميسيون كې د جدي اصلاحاتو غوښتنه و كړه او زياته يې كړه، چې د دوی دريځ به دا وي چې د پارلمان زیاتره څوکۍ را خپلې كړي:

"هيله ده، چې د راتلونكو پارلماني انتخاباتو لپاره به يو غوره چاپيريال جوړ كړی شي او د خپل رول په اړه بايد وواېم، چې زموږ له ايتلاف څخه به په يو زيات شمېر كانديدان ودريږي او زه په خپله به ورته كمپاين كوم څو پارلمان ته لاره ومومي."

ډاكټر عبدالله له نړېوالې ټولنې سره يو ځل بيا په خپلو اړيكو باندې ټینګار وكړ او ویې ويل، چې نړېواله ټولنه بايد په افغانستان كې له يوه كس سره نه بلكې ټولو افغانانو او په دې هېواد كې د روانې ډيموكراسۍ سره مرسته وكړي.

د افغانستان ولسمشر حامد كرزي د انتخاباتو له خپلواك كميسيون څخه د خپلې تېرې ورځې د ليدنې پر مهال وويل، چې بهرنيان بهانه كوي او نه غواړي، چې په افغانستان كې پارلماني انتخاب تر سره شي.

دوې ژمن دي، چې دغه انتخابات به په خپل ټاكلي نېټې يعنې د روان كال په مني كې ترسره شي، خو دا چې نړېواله ټولنه او د حكومت مخالفين د انتخاباتو په خپلواك كميسيون كې د اصلاحاتو غوښتنه كوي په دې اړه هم ويل كيږي، چې ښايي دغه اصلاحات يا ځيني بدلونونه هم رامنځته شي ځكه د افغان حكومت په باور د پارلماني انتخاباتو كېدل د افغانانو په ګټه دي.

مجاهد جواد .
XS
SM
MD
LG