د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

امریکا:موږ په ټولو برخو کې یو پیاوړې افغانستان غواړو


د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت ویاند فلیپ کرولي
د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت ویاند فلیپ کرولي

متحدو ایالاتو د د ولسمشر کرزي هغه تورونه ردکړل چې ګوندې یو شمیر بهرنیانو د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درغلیو کې لاس درلود او غوښتل یې دده موقف کمزوری کړي .د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت ویاند په دې اړه وویل چې د متحدوایالاتو د جمهور ریس بارک اوباما اداره د جمهور ریس حامد کرزي دا ډول قضاوت ردوي .

د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت ویاند فلیپ کرولي د افغانستان پر جمهور ریس غږ وکړ، چې مخکې ګام کیږدي افغانان او نړېواله ټولنه د په دې قانع کړي، چې د ده اداره د اداري فساد د مخنیوي لپاره کافي اقدامات کوي.فلیپ کرولي وویل، په راتلونکې کې د افغانستان د ادارو په رهبرۍ کې ضعف د هیڅ لوري په ګټه نه دې:

"د افغانستان خلک غواړي، چې یو فعال او موثر حکومت وګوري، دوي غواړي داسې یو حکومت وویني چې خلکو ته خدمت کوي.

موږ هم له همدې سره دلچسپي لرو، په همدې خاطر موږ په افغانستان کې عسکر لرو او هڅه کوو، چې دې هېواد ته ثبات راولو.

موږ د دې هېواد د ملکی پراختیا لپاره هم پروژې لرو او غواړو، چې مختصصین د افغان حکومت د ادارو د ظرفیت د لوړولو سره مرسته وکړي.

موږ په ټولو برخو کې یو پیاوړې افغانستان غواړو، دا چې افغانستان په راتلونکې کې ضعیفه اداره ولري د هیڅ لوري په ګټه نه دې."

د افغانستان جمهور ریس حامد کرزي پرون د انتخاباتو د خپلواک کمیسون له مسولینو او کارکونکو سره په خبرو کې د ده په وینا پر بهرنیانو تور ولګاوه، چې په افغانستان کې یې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د درغلیو شاته لاس درلود.

ولسمشر حامد کرزي دا خبرې د ولسې جرګې له خوا د یوه تقنیني فرمان له مخې د انتخاباتو په قانون کې وړاندیز شوي تعدیلات په لوي اکثریت رد کړ.

د ولسي جرګې غړو وویل، چې دا تعدیلات په راتلونکې کې د انتخاباتو شفافیت نه شي ساتلای.

په دې کې د بحث یوه مسله د انتخاباتو په کمیسون کې د بهرنیانو نشتوالې وو، خو ولسمشر کرزي وویل، چې ولسي جرګه د مسلې حساسیت او اهمیت ته نه ده متوجه شوې.

ده یو شمېر بهرنیو چارواکو نومونه واخیستل او ویې ویل، چې د افغانستان له ارضي تمامیت او خپلواکۍ په شدت دفاع وشي.

ولسمشر حامد کرزي زیاته کړه:

"په عین حال کې، د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو په مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پخوانۍ خاص استازې مرستیال پیتر ګالبرېت له خبري رسنیو سره په مرکو کې د ولسمشر حامد کرزي دا تورونه رد کړي او د هغه د خبرو حقیقت یې تر پوښتنې لاندې راوستې دې."

پیتر ګالبرېت ویلي، په درغلیو کې افغانانو لاس درلود نه لکه څرنګه چې ولسمشر حامد کرزي ویلي بهرنیو چارواکو ، د ملګرو ملتونو یا اروپايي اتحادیې کارکونکو.
XS
SM
MD
LG