د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

ایا خلک د ترانسپورت او هوايي چلند له خدماتو خوښ دي؟


د ترانسپورت وزارت وايي، چې دا مهال لس كورني او نړيوال هوايي شركتونه په هېواد كې د خلکو د خدمت لپاره فعاليت لري
د ترانسپورت وزارت وايي، چې دا مهال لس كورني او نړيوال هوايي شركتونه په هېواد كې د خلکو د خدمت لپاره فعاليت لري

د يوه ښه او معياري هوايي ترانسپورت موجوديت په هرهېواد كې ضرورى دى، خو افغانستان تربل هرهېواد ځكه ورته ډيره اړتيا لري، چې بحر ته لاره نه لري او په وچه كې پروت دى.د افغانستان د ترانسپورت اوهوايي چلند وزارت وايي، چې د ملكي هوايي ترانسپورت په اړه په هېواد كې مهم پرمختګونه شوي.

لكه څنګه چې ليدل كيږي په تيرو څو كلنو جګړو كې د افغانستان هوايي ملكي ترانسپورت ډېرزيانمن شوى، خو په تيرو اتو كلونو كې ويل كيږي، چې د افغان حكومت او نړيوالو له خوا، د فعالولو او معياري كولو لپاره يې د پام وړهڅې هم شوي دي.

دا چې د افغانستان هوايي ترانسپورت دا مهال په څه حال كې دى او د نړيوالو په مرسته افغان حكومت په دې برخه كې څه پرمختګونه كړي؟ د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وياند ننګيالى قلاتوال يې په اړه وايي:

"زه د تيرو كلونو په مقايسه د هوايي ترانسپورت وضع ښه بولم، ځكه چې په تيرو كلونو كې موږ ډيرې ستونزې درلودې، له دوبۍ او هند پرته نه د اريانا افغان هوايي شركت او نه هم خصوصي شركتونو بهر ته پروازونه درلودل خو له نيكه مرغه اوسمهال ډېرشمير بهرنيو هيوادونو ته پروازونه كيږي.

دغه راز دا مهال د هوايي شركتونو ترمنځ ښه هماهنګي او سالم رقابت يا سيالي هم موجوده ده، چې د هوايي ترانسپورت د پرمختګ مهمه بېلګه بلل كيږي."

د ترانسپورت وزارت وايي، چې دامهال لس كورني اونړيوال هوايي شركتونه په هېواد كې د پست، اموالو او اجناسو او د مسافرينو د ليږدولو په برخه كې فعاليت لري،خو يوشمير خلك د دغو شركتونو له خدماتو څخه خوښ نه دي او بيلابيلو ستونزو ته ګوته نيسي.

د كابل دوه تنه اوسيدونكي په دې اړه وايي:

"۱- وايي، چې هوايي ډګر ته راشي، چې نیم یا یو ساعت وروسته الوتکه پرواز کوي، خو له بده مرغه بیا مسافرین ۲ یا ۳ ساعته په تمه پاتې کیږي.

باید چې په الوتکه دننه مسافرینو ته ښه سهولت او خدمات برابر شي.

۲- یو لړ ستونزې شته، په ترمینل کې دننه مسافرین ډېر ځنډیږي او د الوتکو الوتنه په ټاکلي وخت نه ترسره کیږي."

د افغانستان له هوايي ترانسپورت څخه په بهر كې هم شكايتونه موجود دي، يوه تن په هند كې په دې اړه خپل شكايت داسې څرګند كړ:

"یوه اونۍ کېیږي، چې زموږ ټکټ نه اوکې کیږي یا دې موږ ته خپلې پیسې راکړي، د هوټل کرايه دوه، دوه نیم زره روپۍ ده او ناروغان مو هم ډېر په غذاب دي."

خو د اريانان افغان هوايي شركت عملياتي مرستيال كيپټن ځاځى وايي، چې دوى هڅه كوي د افغانستان په دننه او له هيواد څخه بهر په هوايي ډګرونو او د پرواز په مهال مسافرينو ته د خدماتو سطح لوړه كړي.

كيپټن ځاځي په هند كې د افغان مسافرينو د ستونزو په اړه وويل:

"تر یو حده په هند کې زموږ مشکل حل دی، ځکه موږ د خپلو وطنوالو لپاره څلور پروازه نیولي دي، پخوا به موږ په وړو الوتکو کې ډهلي ته تلو، اوس زموږ ایربس ۳۱۰ ډوله الوتکه ځي، چې شاوخوا ۲۱۰ تنه په یو پرواز کې انتقالوي. نو دا چې مسافر زیاد او یایې غوښتنې زیاتې دي، موږ وته رسیدګي کړې ده."

ده وويل د اريانا افغان هوايي شركت په وروستيو درېيو كلونو كې ډېر پياوړى شوى او له خصوصي هوايي كمپينو سره په رقابت كې هڅه كيږي، چې هم دا شركت او هم خصوصي هوايي كمپنۍ خپل فعاليتونه منظم او خدمات معياري كړي.

خو د افغانستان د هوايي ترانسپورت په برخه كې له ډيرو كلونو راهيسې، چې يوه ستونزه موجوده ده هغه د هوايي شركتونو د ټكټونو لوړې بيې، د بيمې او خونديتوب نشتوالى او په تګ راتګ كې د مسافرينو د اموالو سم نه ليږدول دي.

غلام فاروق هم دې ستونزې ته اشاره كوي او وايي چې بهر ته په تګ راتګ كې يې څو ځلې دا ډول ستونزې ګاللي دي:

"د ترانسپورت وزارت باید په نړیوالو ډګرونو کې د افغانستان مسافرینو ته اسانتیاوې برابرې کړي، لکه څنګه چې ما ولیدل د دوبۍ په هوايي ډګر کې یواځې له افغان مسافرینو څخه سل ډالري اخلي او هغه څه چې له ځان سره لېږدوي هغه دومره ارزښت نه لري."

د ترانسپورت هوايي چلند وزارت چارواكي هم دغه ستونزې او شكايتونه پرځاى بولي او وايي، چې دوى هڅه كوي ډېر ژر د كورنيو او بهرنيو پروازونو د ټكټونو بيې را كمې او د بيمې او خونديتوب سيسټم هم رامنځ ته كړي.

د دې وزارت وياند ننګيالي قلاتوال څرګنده كړه، چې د هوايي شركتونو له مسوولينو سره جدې خبرې رواني دي، چې په تګ راتګ كې د مسافرينو مالونه او اجناس په وخت او خوندي ډول انتقال شي.

خو له دې سره جوخت بيا ځينې كسان او متخصصين وايي، چې په افغانستان كې د هوايي ملكي ترانسپورت اړتيا ته په كتوسره د هوايي ترانسپورت د پياوړي كولولپاره لكه څنګه چې لازمه ده هڅه نه ده شوې.

د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند پخوانى وزير حميدالله فاروقي هم ورته نظر لري او وايي، چې بايد د ملكي هوايي ترانسپورت د تقويې لپاره له موجوده امكاناتو څخه ډيره ګټه پورته شي:

خو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواكي وايي، چې دوى په يوه داسې ميكانيزم كار كوي، چې له عملي كېدوسره به يې په افغانستان كې د ملكي هوايي ترانسپورت خدمات په نړيوالو معيارونو برابر شي.

د دې وزارت وياند ښاغلى قلاتوال:

"د هوايي ترانسپورت په برخه كې د موجوده ستونزو د حل لپاره وزارت جدي كار پيل كړى، د هوايي شركتونو له مسوولينو سره موغونډې درلودې ترڅو په پروازونو كې نظم راشي، د خدماتو سطح لوړه شي او د هوايي شركتونو فعاليتونه ښه وڅارل شي.

د هوايي ترانسپورت د پياوړي كولو لپاره هم وزارت اقدام كړى او په دې برخه كې ځينې مهم پلانونه شته، چې ډيرژر به عملي شي."

په عين حال كې د ځينو خصوصي هوايي شركتونو مسوولان وايي، چې دوى ترډېره هڅه كړې، چې په كورنيو او بهرنيو پروازونو كې له هره پلوه لوړ خدمات ولري خو دوى څرګندوي، چې په افغانستان كې لاهم د دوى د فعاليتونو لپاره لكه څنګه چې لازمه ده شرايط نه دي برابر.

دوى وايي، چې د هوايي شركتونو ترمنځ سالمه او ګټوره سيالي او رقابت هم نه دى رامنځ ته شوى او د دوى په خبره افغان دولت بايد په دې برخه كې مهم او ګټور ګامونه اوچت كړي.

خو خلك او مسافرين غوښتنه كوي، چې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت او نور دولتي چارواكي بايد د ملكي هوايي ترانسپورت په برخه كې د دوى ستونزې ژر حل او د افغانستان د هوايي ترانسپورت اهميت ته په كتو سره د دې څانګې فعاليتونه او خدمات په رښتيني توګه په نړيوالو معيارونو برابر كړي.
XS
SM
MD
LG