د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۱

افغانستان سره د جرمني کلنۍ مرستې دوه برابرې شوې


د افغانستان د مالیې وزیر ډاکټر عمر زاخېلوال او د جرمني د اقتصادي همكاريو وزير ډېریک نیبل
د افغانستان د مالیې وزیر ډاکټر عمر زاخېلوال او د جرمني د اقتصادي همكاريو وزير ډېریک نیبل

د جرمني د اقتصادي همكاريو وزير چې په يولنډ سفر كابل راغلى و، يوځل بيا يې له افغانستان سره د خپل هيواد د مرستو په دوام ټينګار وكړ. د جرمني د اقتصادي همكاريو وزير د پنجشنبى په ورځ د ماليې له وزير سره يوځاى په يوې خبرى ناسته كې وويل، جرمني غواړي، چې وروسته له دې له افغانستان د دوى مرستې نورې هم زياتې كړي او ټولې په ملكي پروژو ولګوي. پخوا به جرمني هركال له افغانستان سره دوه سوه پنځوس ميليونه ډالره مرسته كوله.

د جرمني د اقتصادي همكاريو وزير وايي، هيواد يې په پام كې لري، چې له افغانستان سره د دوى كلنۍ مالي مرستى دوه برابره زياتي كړي.

د جرمني د اقتصادي همكاريو وزير ډيريك نيبل، چې د پنجشنبى په ورځ په يولنډ سفر كابل ته راغلى و، له افغان چارواكو سره يې د اقتصادي همكاريو په هكله خبرى وكړې.

ډېرېك نيبل په همدى ورځ د ماليې له وزير ډاكتر عمر زاخيلوال سره يو ځاى په يوې خبري ناسته كې له افغانستان سره د خپل هېواد د مالي مرستو په هكله وويل:

"د جرمني حكومت د افغانستان په هكله په خپلې نوې ستراتيژۍ كې، چې د جرمني پارلمان هم تاييد كړي ده وايي، چې له افغانستان سره به له دوه زره لسم ميلادى كال څخه تردوه زره ديارلسم ميلادي كال پورې، هركال څلور سوه دېرش ميليونه يورو وړيا مرسته كوي او ټوله به په ملكي پروژو لګول كيږي."

د جرمني د اقتصادي همكاريو وزير وويل، د دې مرستو زياته برخه به د هيواد په شمالي ولايتونو كې، چې د دوى پوځيان په كې د سوله ساتو ځواكونو په ليكو كې په خدمت بوخت دي، ولګول شي.

د افغانستان د ماليې وزير ښاغلي زاخيلوال وويل، هيله لري، چې د دې مرستو زياته برخه د افغانستان د بودجې له لارې ولګول شي.

په دې هكله د جرمني د اقتصادي همكاريو وزير وويل، په پام كې ده چې يوه مياشت وروسته د جرمني د برلين په ښار كې د افغان او جرمني چارواكو يوه مشورتي ناسته جوړه او په كې به معلومه شي، چې د دې مرستو څومره اندازه په مستقيمه توګه افغان دولت ته وركول كيږي.

اوسمهال د جرمني څه باندې درې زره پوځيان د هېواد په شمالي ولايتونو كې د ايساف ځواكونو په ليكو كې په فعاليت بوخت دي.

د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې جرمني له دوه زره لومړي ميلادي كال راهيسې تر اوسه يوازې په ملكي برخه كې له افغانستان سره څه باندې يوميليارډ ډالره مرسته كړې ده.
XS
SM
MD
LG