د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

کرزی: د بهرنیو د لاسوهنو دوام به د دوی د اشغال په معنی تلقي شي


افغان ولسمشر وايي، بهرنیان غواړي چې پارلمان هم زما په څير وټكوي، تر څو يو نامشروع ولسمشر زه واوسم او يو نامشروع پارلمان دوی وي.
افغان ولسمشر وايي، بهرنیان غواړي چې پارلمان هم زما په څير وټكوي، تر څو يو نامشروع ولسمشر زه واوسم او يو نامشروع پارلمان دوی وي.

د افغانستان ولسمشر حامد كرزي نن د انتخاباتو د خپلواك كميسيون څخه ليدنه وكړه او د دغه كميسيون د كاركونكو د غوره فعاليتونو ستاينه وكړه. په عين حال كې ښاغلي كرزي د نړيوالې ټولنې له هاغو فشارونو څخه هم يادونه وكړه، چې دی او د انتخاباتو د خپلواك كميسيون غړي ورسره مخ وو.

افغان ولسمشر حامد كرزی وايي، كه څه هم دوی د جمهوري رياست په انتخاباتو كې د بهرنيانو له زياتو فشارونو سره مخ وو خو د ملي شورا په انتخاباتو كې به دوی ته د لاسوهنې اجازه ورنه كړي.

ښاغلي كرزي چې د پنجشنبي په ورځ يې د انتخاباتو د خپلواك كميسيون له غړو سره تر ليدنې وروسته په يوې خبري غونډه كې د بهرنيانو ځينو هغو فشارونو او لاسوهنو ته اشاره وكړه، چې د ده په وينا تر اوسه پټ وو.

ولسمشر زياته كړه، كه بهرنيان خپلو دې لاسوهنو ته دوام وركړي نو په افغانستان كې به د دوی حضور د اشغال په معنی تلقي شي.

"بهرنيان بايد په دې وپوهيږي، چې په خود سريو سره يې او دا چې د افغانستان د اساسي قانون پرخلاف دريږي او په افغانانو كې د بې اتفاقي اور ته لمن وهي، نو هر څه له امكان څخه ليري نه دي او كيدای شي، چې هر څه معكوس شي، بيا به د بهرنيو دا همكاري په اشغال باندې تلقي شي، د افغانستان مشروع حكومت به په نوكر باندې بدل شي او ياغيتوب او بغاوت به په ملي مقاومت باندې بدل شي."

د افغانستان د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو انتخابات د تېر كال د زمري د مياشتي په ۲۹ نېټه ترسره شول، چې د درغليو د ادعاو له امله دغه انتخابات دوهم پړاو ته وغځول شول او بلاخره حامد كرزی د دغو انتخاباتو ګټونكي اعلان شو.

افغان حكومت د ملي شورا په انتخاباتو كې د بهرنيو د لاسوهنې د مخنيوي او همدارنګه د انتخاباتو د بهير د شفافيت لپاره اوس اوس د انتخاباتو په قانون كې ځيني مهم بدلونونه راوستل.

خو د افغانستان ولسي جرګې د ولسمشر تقنيني فرمان چې په دې اړه صادر شوی و د رايو په اتفاق رد كړ.

ولسمشر د ولسي جرګې دغه اقدام غير موجه وباله او له وكيلانو يې وغوښتل، چې بهرنيو ته دې د لاسوهني موقع نه برابروي.

"بهرنيان بهانه كوي او نه غواړي، چې پارلماني انتخابات ترسره شي، دوی غواړي چې پارلمان هم زما په څير وټكوي، تر څو د دوی په وينا يو نامشروع ولسمشر زه واوسم او يو نامشروع پارلمان دوی وي او په همدي توګه خپلي سلسلي ته دوام وركړي ولې له بده مرغه ملي شورا دې ته متوجه شوي نه ده او له همدې امله يې د اساسي قانون خلاف دغه تعديلات رد كړل.

كه بهرنيان ووايي، چې موږ پيسي نه وركوو نه بيا د افغانانو ګټه په دې كې ده، چې انتخابات ترسره شي.

ولسمشر دغه راز هوډ څرګند كړ، چې د ملي شورا راتلونكي انتخابات به د روان كال په مني كې يعني په خپل ټاكلي وخت ترسره شي.

دا انتخابات، چې ټاكل شوې وه د روان كال په پسرلي كې ترسره شي د ځينو امنيتي ستونزو او د كافي بوديجې د نشتوالي له امله راتلونكي مني ته وځنډول شول.

مجاهد جواد
XS
SM
MD
LG