د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

لینهارټ: افغانستان د هیرونو تر څنګ د نړۍ د چرسو لوی تولیدونکی هم دی


د امريكا د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د ادارې سرپرسته ميشل لينهارټ
د امريكا د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د ادارې سرپرسته ميشل لينهارټ

د امريكا د متحده ايالاتو د مخدره موادو پر ضد اداره وايي چې په افغانستان كې يې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې په ځانګړې توګه د مخدره موادو د كاروباريانو د نيولو هلې ځلې رواني دي او تير كال يې په لسګونو قاچاقبران محاكمې ته را كاږلي دي. د دې ادارې يوې جګپوړې چارواكې افغانستان ته سفر كړى و تر څو د دغه هېواد په جنوبي سيمو كې د مخدره موادو پر ضد د روانې مبارزې جاج واخلي.

د امريكا د متحده ايالاتو د مخدره موادو پر ضد د مبارزې ادارې يوه جګپوړې چارواكې وايي، دا اداره له دې امله چې افغانستان تراوسه پورې د نړۍ د مخدره موادو ډيره برخه توليدوي، انديښمنه ده.

خو نوموړې وايي، هيواد يې له افغان دولت سره په ګډه د مخدره موادو د كروندو د له منځه وړلو او د كاروباريانو د نيولو هڅې ګړندۍ كړي دي.

د امريكا د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د ادارې سرپرسته ميشل لينهارټ، چې په دې وروستيو كې يې د هلمند مارجې ولسوالۍ ته سفر كړى و، د پنجشنبې په ورځ په كابل كې يوه خبري كنفرانس ته وويل:

"موږ اوس هم انديښمن يو، ځكه د نړۍ له نوي فيصدو ډير هيرويين په افغانستان كې توليد كيږي. خو كه چيرې هلمند ته نظر وكړو نو په دغه ولايت كې د كوكنارو كښت د پخوا په مقايسه دېرش فيصده كم شوى دى."

لينهارټ وويل، تير كال په افغانستان كې د مخدره موادو د كاروباريانو او د دوى د شبكو پر ضد دوه اتيا عمليات شوي، چې ۵۴ قاچاقبران په كې نيول شوي دي.

هغې وويل، تراوسه هم ډير داسې كسان شته چې د مخدره موادو په قاچاق كې لاس لري او نه دي نيول شوي خو د نيولو هلې ځلې يې روانې دي.

د امريكا د مخدره موادو پر ضد د مبارزې ادارې سرپرستې وويل، دوى هڅه كوي چې په افغانستان كې د مخدره موادو د قاچاق او ترهګرۍ ترمنځ اړيكه له منځه يو سي:

"موږ غواړو چې له خپلو افغان همكارانو سره د مخدره موادو پر ضد مبارزې كې كار وكړو.

زموږ له اساسي اهدافو څخه يو هم د ترهګرۍ او د مخدره موادو او د دغو موادو د سوداګرۍ ترمنځ د اړيكې له منځه وړل دي، چې په افغانستان كې د فساد د پياوړي كيدو سبب ګرځي."

لينهارټ وويل، د امريكا د متحده ايالاتو د مخدره موادو پر ضد ادارې د ۲۰۰۲ كال راهيسې په افغانستان كې له افغان دولت سره په ګډه د مخدره موادو پر ضد مبارزه پرمخ بيايي.

د ملګرو ملتونو وروستۍ سروې ښيي، چې افغانستان يوازې د نړۍ د اپيمو تر ټولو ستر توليدونكى هيواد نه دى، بلكې دا هيواد تر ټولو ډېر جرس هم توليدوي.

دا په داسې حال كې ده، چې افغان دولت او نړيواله ټولنه په افغانستاان كې د تېرو څه باندې اتو كلونو راهيسې له مخدره موادو سره په مبارزه بوخت دي.

افغان دولت وايي، په افغانستان كې كال په كال د هغو ولايتونو شمير زياتيږي، چې له كوكنارو په بشپړه توګه پاكيږي، خو ناامنيو يې په ځينو ولايتونو كې د مخدره موادو پر ضد مبارزه ټكنۍ كړې ده.
XS
SM
MD
LG