د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

بان کي مون د بشري حقونو د مسالې لپاره منځني اسیا ته سفر کوي


د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په تر ټولو مخکې ترکمنستان ته ځي
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په تر ټولو مخکې ترکمنستان ته ځي

د ملګروملتونو عمومي منشي بان کي مون نن د منځني اسیا هېوادونو ته رسمي سفر پیلوي. دا د ملګروملتونو د عمومي منشي په توګه له ټاکل کېدو وروسته سیمې ته د هغه لومړني سفر دی. د دې سفر د مخه د بشري حقونو مدافعانو هیله څرګنده کړې، چې بان کي مون به د منځني اسیا له مشرانو سره د بشري حقونو د وضعیت مساله مطرح کړي.

د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د مګروملتونو د عمومي منشي بان کي مون د سفر د مخه د بشري حقونو د څارنې ډلې هیومان رایټس واچ له هغه وغوښتل، چې په سیمه کې د بشري حقونو د ناوړه وضعیت پرمسالی دې، د مرکزي اسیا له مشرانو سره خبرې وکړي.

د اروپا او مرکزي اسیا لپاره د بشري حقونو د څارنې د څانګې یوې مسوولې ریچل ډینبیر ازادي راډیو ته وویل:

"زه فکر کوم که د نړۍ د ترټولو مهم سازمان مشر د بشري حقونو مساله راپورته کړې، هغه به پر دې دلالت وکړي، چې دا ډېره مهمه مساله ده.

زه فکر کوم که د ملګروملتونود عمومي منشي په څېر مهم شخصیت د بشري حقونو ستونزه مطرح کوي، د مرکزي اسیا د مشرانو لپاره به ډېره مشکله وي، چې په اړه یې مسولانه اقدام ونه کړي."

د ترکمنستان ولسمشر قربان غلي بیردي محمدوف به د بان کي مون لومړنی کوربه وي.

نوموړی به د پنجشنبه او جمعې په ورځو په عشق اباد کې وي.

میرمن ډينبیر وایي، دا هیله منه ده، چې بان کي مون به په دې سفر کې پر بیردي محمدوف او نورو چارواکو فشارراوړي.

"موږ هیله من یو، چې عمومی منشي یولړ مسایل مطرح کړي، د بیلګې په توګه لکه ترکمنستان ته نړیوالو څارونکو ته د اجازې ورکولو، د ترکمنستان د حکومت له خوا د سیاسي بندیانو د خوشې کیدو او د هېواد په کچه د پخواني ولسمشر سپرمراد نیازوف د وخت د سیاسي بندیانو پردوسیو د شفافې بیا څیړنې پر ضرورتونو ټینګار وکړي."

بان کي مون به پربشري حقونو سربېره پرسیمه ییزو لانجمنو مسایلو لکه د سرحدي لانجو، د اوبو پرسر اختلافاتو او د چاپیریال او انرژي پرلانجمنو مسایلو هم خبرې وکړي.

د ملګروملتونو د عمومي منشي دوهم تم ځای به قرغزستان وي. په پام کې ده بان کي مون د شنبې په ورځ د دې هېواد له ولسمشر کورمان بیګ باقییف سره وګوري.

له هغه وروسته بان کي مون ازبکستان ته ځي. پردې هیواد په ورستیو کې د ملګروملتونو د بشري حقونو کمیټې د اندیجان د څوکلونو مخکې خونړیو پېښو په اړه په دقیقه څیړنه کې د پاتې راتلو په خاطرانتقاد کړی دی.

د اروپا او مرکزي اسیا لپاره د بشري حقونو د څارنې د څانګې مسوولې ریچل ډینبیر وویل، دا هیله منه ده چې بان کي مون په دې هېواد کې د مدني ټولنې د ځپلو د روان بهیر په اړه خپل اعتراض ولسمشر اسلام کریموف او نورو ازبک چارواکو ته څرګند کړي.

د ملګروملتونو عمومي منشي وروسته تاجکستان ته ځي او دغه سفر ته به د اپریل به اوومه نېټه په قزاقزستان کې د پای ټکی کیږدي.

منځنی اسیا ته له دې مخکې د ملګروملتونو پخواني عمومي منشي کوفي عنان اته کاله مخکې سفر کړی وو.

یوشمیر څارونکي وایي، چې سیمې ته د بان کي مون دغه سفر به د دې پرځای، چې د بشري حقونو د وضعیت له ښه کېدو سره مرسته وکړی، د مرکزي اسیا مشرانو ته به نور هم مشروعیت ورکړي.
XS
SM
MD
LG