اډمیرل مایک مولن پرون په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، کندهار د طالبانوپه وړاندې د جګړې د انډول د بدلولو لپاره د تهداب حیثیت لري.
ده زیاته کړه، چې پر کندهار کنټرول او هلته د طالبانو تصفیه به د افغانستان د حکومت د دریځ له پیاوړي کېدو سره مرسته وکړي.
مولن دا څرګندونې کندهار او هلمند ولایتونو ته له سفر وروسته وکړې.
مولن کندهار ته په سفر کې د دې ولایت له چارواکو او مشرانو سره وکتل. ده د فساد د مخنیوي لپاره پر زیاتو اقداماتو او د ښې ادارې پر رامنځته کېدا ټینګار وکړ.
د امريكا د متحده ايالاتو لوى درستيز مايك مولن د غه راز په دې خبری کنفرانس کې په كندهار كې وسلوالو مخالفينو ته د ايراني وسلو او مهماتو د رسېدو خبره وکړه او ویې ویل، چې په افغانستان کې د ایران منفي اغېز مخ پر زیاتېدو دی او دا هېواد د اوضاع د خرابوالي لپاره افغانستان ته وسلې لېږي.
ده همداراز وویل، ايران هڅه كوي چې په كندهار ولايت كې د نړيوالو ځواكونو پلان شوي پوځي عمليات ګډوډ كړي او له مخالفينو سره مرسته وكړي.
هغه وویل، تیره شپه ماته وویل شول، چې له ایران څخه ډېره اندازه وسله کندهار ته ورسېده. زه له تېرو څو کلونو، لږترلږه له تېرو دوو کلونو، وینم چې ایران دا کار کوي.
ښاغلی مولن کندهار ته د ایراني وسلو د رسېدو په باب نور توضیحات ورنه کړل.
خو هغه ټينګار وكړ، چې په كندهار كې به د امنيت د ټينګيدو لپاره پراخ پوځي عمليات ترسره شي.
د امريكا پوځي چارواكو پخوا هم په ايران تور لګولى، چې په افغانستان كې له وسلوالو مخالفينو سره مرسته كوي خو ايران تل دا تورونه رد كړي.
I