د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

افغان دولتي ادارې د اداري اصلاحاتوسره مرستې نه کوي


د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو خپلواك كميسيون له دولتي ادارو وغوښتل، چې له دوې سره د اداري اصلاحاتو د پلي كولو به برخه كې مرسته وكړي.

د نوموړي كميسيون مشر ډاكټر احمد مشاهد، چې د چهارشنبې پر ورځ په كابل كې د كابيني د يو شمېر غړو سره په يوه ګډه خبري غونډه كې د خپلې ادارې د كړنو په اړه معلومات وركول وويل، په تېرو كلونو كې د قانون نه پلي كېدل او له دوی سره د دولتي ادارو نه همكاري هغه لاملونه دي، چې دوي نه دي توانيدلي خپل پلانونه په سمه توګه پلي كړي.

نوموړى وايي، كه چېرې وزارتونه او نورې خپلواكې ادارې له دوې سره مرسته ونه كړي نو چارې به يې بريالۍ نه وي:

"په روان كال كې هغه ستونزې، چې د تېر كال نه موږ ته په ميراث پاتې دي، زموږ لپاره لويې ننګونې دي هغه د دولتي ملكي ادارو له خوا زموږ له پروسې سره ناسم چلند دی او موږ هيله لرو، چې په روان كال كې دا ستونزې را كمې شي او بله ستونزه چې زه يې بايد ووايم، په وزارتونو كې ريفورم د پلي كولو لپاره د ظرفيت نشتوالى دی."

د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو كميسيون، چې د حامد كرزې په واكمنۍ كې خپل فعاليت د ځينو نورو نړېوالو ادارو په تخنيكي او ماليي مرسته پيل كړى دی، هدف يې په دولتي ادارو كې سمون را وستل او د دولتي مامورينو د ظرفيتونو لوړول دي.

ښاغلي مشاهد وويل، چي دوى په روان كال كې د خپلو چارو د پر مخ وړلو لپاره څه باندې درې ميليارډ افغانيو ته اړتيا لري، چې د ماليي وزارت له خوا د وركړې ژمنه شوي ده.

غونډې ته د ماليي وزارت مرستيال عبدالرزاق صمدي د خپلې وينا پر مهال وويل، چې د ماليي په وزارت كې د اداري اصلاحاتو پروسه په چټكۍ روانه ده، چې نوي فيصده كار كونكي يې د اداري اصلاحاتو تر ريفورم لاندې راغلي دي.

نوموړي وويل، دوی په روان كال كې د اداري اصلاحاتو د كميسيون لپاره بوديجه ځانګړې كړې، چې د دې بويجې ډيره برخه به يې د پوهنې وزارت په برخه كې ولګول شي:

"موږ د ديارلس سوه نهه اتيايم كال لپاره د اداري اصلاحاتو كميسيون ته درې اعشاريه ميليارډ افغانۍ ځانګړې كړي دي، چې په دې كې اتيا زره ښوونكي او يو ديرش زره نور ملكي كاركونكي په پلان كې راغلي دي يعنې د دوی د تمويل لپاره كوم وړانديز چې د ماليي وزارت ته شوى وو، په پام كې نيول شوى دی."

د اداري اصلاحاتو كميسيون، چې له څو كلونو راهیسې خپل فعاليت پيل كړي دي،تر اوسه پورې يې پنځه لس وزارتونه او خپلواكې ادارې تر پوښښ لاندې را وستي.

په هر وزارت كې د دې ادارې د فعاليت په وخت كې د مامورينو تنخوا ګانې د هغوي د وړتيا له مخې تنظيم كيږي او د رياست پوستونو ته د ازادو سياليو له لارې كسان اتنخابيږي.

خو د چارو يو شمېر كار پوهان وايي، چې د اداري اصلاحاتو كميسيون به هغه وخت په خپلو چارو كې بريالۍ وي، چې د اداري فساد لمن ټوله او امنيت ټينګ شي تر څو په ټول هېواد كې دا پروسه په يو شان پلي شي.
XS
SM
MD
LG