د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۰۱

ولسي جرګه:د انتخاباتو د قانون په اړه يې د کرزي فرمان رد کړ


د ولسي جرګې يو شمېرغړو تقنيني فرمان له اساسي قانون سره په خلاف كې وباله او ويې ويل، چې د درېوعمده دلايلو پر بنسټ د ټاكنو قانون به په راتلونكي كې ونه شي كړاى چې شفايت رامنځته كړي، خو د افغانستان د عدليې وزارت چارواكي د ولسي جرګې نيوكې بې بنسټه بولي.

د افغانستان ولسي جرګې د ولسمشر كرزي له خوا د يو تقنيني فرمان له مخې د انتخاباتو په قانون كې راوستل شوي تعديلات د راېو په اكثريت رد كړل.

د ولسي جرګې غړو د چهارشنبې په ورځ په خپله عمومي غونډه كې، چې د انتخاباتو قانون ته ځانګړې شوې و، د راوستل شوېو تعديلاتو له شلو نه په زياتو مواردو انتقاد وكړ، خو دوى د درېو عمده دلايلو په وړاندې كولو سره دا قانون رد كړ.

د ولسي جرګې غړي سيدحسين عالمي بلخي وويل، چې راوړل شوي تعديلات دوى ته ځكه د منلو وړ نه دي چې نه شي كولاى په راتلونكې كې د انتخاباتو شفافيت خوندي كړي:

"په دغه تقنيني فرمان كې ډېرې ستونزې موجودې دي، له شلو مواردو څخه ډېرې دي، درې موارده يې، چې مخكې مې هم يادې كړې.
لومړۍ: د ټاكنو د شكايتونو د اورېدو د كميسيون ميكانيزم دى.
دوېم : د كاندېدېدو شرايط او معيارونه دي.
درېم : د ښځو لپاره ځانګړې شوې څوكۍ دي.

په ټوليزه توګه د دغه تقنيني فرمان لګښتونه ډېر دي."

په همدې حال كې د ولسي جرګې مشر يونس قانون بيا وايي، چې د اساسي قانون د ۱۰۹مې مادې له مخې ملي شورا په پنځم كال كې د تعديل وړانديز نه شي كولای، خو د اساسي قانون د ۷۹مې مادې پر بنسټ د تقنيني فرمان د ردولو او يا هم د تاييدولو واك لري:

" د اساسي قانون د ۷۹مې مادې له مخې د رخصتېو پر مهال ولسمشر د تقنيني فرمان د صادرولو صلاحيت لري خو تر دېرشو ورځو بايد، چې ملي شورا ته واستول شي، خو كله چې ملي شورا ته استول كيږي د شورا پرېكړه وروستۍ پرېكړه وي يا رد يا تاييد.

بحث ورباندې نه شو كولاى رايې ګيري به يې كړو د ټولو په اتفاق تقنيني فرمان رد شو."

خو د افغانستان د عدليې وزارت د ولسي جرګې دا كار بيا له اساسي قانون څخه څرګند سرغړاوې بولي او وايي، چې د دې جرګې غړي نه شي كولې په خپل وروستي تقنيني كال كې د انتخاباتو قانون په خپله اجنډا كې شامل كړي.

د افغانستان د انتخاباتو د قانون په هكله تقنيني فرمان د ملي شورا د رخصتېو پر مهال صادر شوى او له توشيح وروسته په رسمي جريدې كې د خپرولو لپاره استول شوى هم دى.

د افغانستان د انتخاباتو په قانون كې د تعديل په اړه د ولسمشر د تقنيني فرمان په سر دا لانجه په داسې وخت كې پورته شوې، چې په افغانستان كې د ملي شورا د انتخاباتو لپاره تيارۍ روانې دي.

خبرياله : ماريا صديقي
XS
SM
MD
LG