د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۰۰

په افغانستان کې د چرسو د بوټو کر،کیله زیاته شوی


د افغانستان د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، چې نن سبا د افغانستان په پنځلس ولايتونو كې په پراخه اندازه د چرسو بوټي كرل كيږي.

د افغانستان د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستيال انجنير ابراهيم ازهر د چهارشنبې په ورځ په كابل كې يوې خبرې غونډې ته وويل، په افغانستان كې د چرسو د بوټو په كركيله كې د پام وړ زياتوالى راغلی دى.

او د افغانستان په ختيځو او جنوبي ولايتونو په ځانګړي ډول جنوبي ولايتونو كې په زرګونه كورنۍ د چرسو د بوټو په كر او كار و بار بوختې دي:

"هغه كورنۍ، چې د چرسو د بوټو په كر او كار و بار بوختې دي شا او خوا څلوېښت زره كورنۍ دي.

زموږ غوښتنه له امريكا،انګلستان او نور هېوادونو نه دا ده، چې موږ سره د دولت د كار كوونكو په ځانګړي ډول د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې د وزارت د كاركوونكو د وړتيا په لوړولو كې مرسته وكړي."

د ښاغلي ازهر په وينا په افغانستان كې د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې او په ځانګړي ډول د چرسو په وړاندې د مبارزې په برخه كې په كار ده، چې ډيرې مرستې د دغه وزارت په واك كې وركړل شي.

دغه شان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټيفن ډيمستورا، چې په دغه كنفرانس كې يې ګډون كړى و وويل، چې د مخدرو موادو ستونزه يواځې د افغانستان ستونزه نه ده، بلكه دا يوه نړېواله ستونزه ده او له دې دركه د مخدرو موادو قاچاق كوونكي ډيره ګټه ترلاسه كوي.

خو نوموړي وويل، چې د ملګرو ملتونو اداره به په دې برخه كې له افغان دولت سره مرسته وكړي:

"موږ تاسې سره د دغه ستونزې په هواري او د ستونزې د اصلي لامل په پيدا كولو كې مرسته كوو، كه څه هم دغه ستونزه ډيره لويه نه ده خو بيا هم يواځې د افغانستان ستونزه نه ده.

په افغانستان كې پنځه لكه خلك په چرسو روږدي دي."

په افغانستان كې په داسې حال كې د چرسو د كر په برخه كې اندېښنې ښودل شوي، چې دغه هېواد د كوكنارو او هيروينو سره د مبارزې په برخه كې هم لاس او ګرېوان دي.

په داسې حال كې، چې د افغانستان د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايې، چې د افغانستان له شلو څخه زيات ولايتونه د كوكنارو له كر څخه پاك شوي دي، خو د چرسو د بوټو د كر زياتوالى دا ښيې، چې دغه هېواد لا هم د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې په برخه كې لويه لار لا پر مخ كې لري.
XS
SM
MD
LG