د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۳۷

ایکن بیري:د فروشګاه بزرګ افغان سوداګریزه ودانۍ د بیا رغولو لپاره مرسته کوو


په كابل كې د امريكا سفير

په كابل كې د امريكا سفير وايي، چې دوى هڅه كوي د فروشګاه بزرګ افغان د سوداګريز مركز ودانۍ تر راتلونكو دوو مياشتو پورې ترميم او سوداګريزې چارې په كې بيرته پيل شي.

په كابل كې د امريكا سفير جنرال كارل ايكن بيري د چهار شنبې په ورځ د دې سوداګريز مركز د ترميم له بهير څخه د ليدنې په ترڅ كې خبريالانو ته وويل، چې د فروشګاه بزرګ افغان په بيا رغولو دولس لكه امريكايي ډالره لګول كيږي، چې شپږ لكه يې دوى وركوي.

ښاغلي ايكن بيري څرګنده كړه، چې دوى به په فروشګاه بزرګ افغان كې له دكاندارانو سره هم لازمه مرسته وكړي او د دې تر څنګ به د كابل ښار د نورو سيمو د رغونې لپاره هم خپلو هلو ځلو ته دوام وركړي:

"موږ په كابل ښار كې ژوند كوو او ځانونه د دې ښار اوسيدونكي بولو،كله چې يوه تراژيدي او پېښه لكه د جنورۍ د اتلسمې په څير كيږي، هغه داسې احساسوو لكه د دې ښار نور اوسيدونكي.

په كابل كې د امنيت د ټينګښت لپاره په ګډه كار كوو او هڅه كوو، چې كابل په يو ښه او ښاييسته ښار بدل كړو."

د كابل ښار په مركز كې د فروشګاه بزرګ افغان په سوداګريز ماركيټ نږدې دوه نيمې مياشتې وړاندې وسله والو طالبانو حمله وكړه، چې د هغوى او امنيتي ځواكونو تر منځ په نښته كې لسګونه كسان مړه او ټپيان شول او دا سوداګريز مركز هم ډير زيانمن شو.

تر دې وړاندې په كابل كې د امريكا سفارت په فروشګاه بزرګ افغان كې له كابو شپيتو دكاندارانو سره هم څه باندې شپيته زره امريكايي ډالره مرسته كړې وه.

د فروشګاه بزرګ افغان مالك او په دې سوداګريز ماركيټ كې زيانمن شوي دكانداران د امريكا له دې مرستې خوښ دي خو وايي، چې له دوى سره بايد په ورته توګه نورې مرستې هم وشي.

د فروشګاه بزرګ افغان له سوداګريز ماركيټ څخه وروسته د كابل په شهرنو كې په دوو هوټلونو او د كابل سيټي سنټر په عصري ودانۍ هم په ورته توګه د وسله والو طالبانو له خوا حمله وشوه او د ځاني تلفاتو تر څنګ خلكو ته ډيرمالي زيانونه هم واوښتل، خو په كابل كې د امريكا سفير وويل، چې دوى په پام كې نه لري چې په دې سيمه كې هم له زيانمن شوو سره ورته مرسته وكړي.

خو جنرال كارل ايكن بيري دا په ډاګه كړه، چې امريكا او نور نړېوال ملګري يې هڅه كوي تر څو په كابل او د افغانستان په نورو سيمو كې په عمومي توګه سوداګرو او پانګه والو ته د فعاليت كولو ښې زمينې برابرې شي او دا هېواد له اقتصادي پلوه وده او پر مختګ وكړي.
XS
SM
MD
LG