د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۳۱

اتمر:غیرقانوني وسلوالې ډلې به بې وسلې شي


د كورنيو چارو وزيرمحمدحنيف اتمر
د كورنيو چارو وزارت وايې، سره له دى چې په هېواد كې د غير قانوني وسله والو ډلو د بې وسلى كولو هلې ځلې روانې دي، خو اوس هم د هېواد په ځينو برخو كې داسې غير قانوني وسله والې ډلې شته چې غواړي، له مخالفينو سره يو ځاى او د قانون حاكميت او سولې او ثبات ته زيان ورسوي.

دا څرګندونې د كورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر د چهارشنبى په ورځ په كابل كې د ډاياګ له پروګرام څخه، د هغو د تجهيزاتو او وسایطو د تسلېمېدو پر مهال وكړې.

اتمر وويل، د ډاياګ پروګرام څه باندې پنځه كاله په هېواد كې د غير قانوني وسله والو ډلو د وسلو په راټولو بوخت و او وروسته له دې د كورنيو چارو وزارت چمتو دى، چې له پاتې غير قانوني وسله والو ډلو څخه وسلې راټولې كړي.

اتمر وويل:

"په تېرو دوو كلونو كې څه باندې اوه سوه غير قانوني وسله والې ډلې يې، بې وسلې کړي دي. خو اوس هم ځيني وسله والې ډلې شته، چې د مخدرو موادو په قاچاق او د خلكو په ځورولو كې ښكيلې دي، له تروريستانو سره يې اړيكې ټينګي شوي او بايد بې وسلې شي."

په همدې ورځ د ډاياګ پروګرام يوولس قلمه تجهيزات او څلويښت نقليه وسايط، چې جاپان ورسره مرسته كړې وه، د كورنيو چارو وزارت ته وسپارل شوه.

د جاپان هېواد، چې له څه باندې پنځه كالو راهيسي يې د ډاياک له پروګرام سره مرسته كړې ده، ددې هېواد سفير (( هيروكى )) زیاتوي، چې د افغانستان د كورنيو چارو وزارت اوس مهال دا وړتيا لري، چې، دغه پروګرام په ښه توګه پر مخ بوزي.

ښاغل هيروكي وويل:

"نن په افغانستان كې د سولې د ټينګښت په لار كې د جاپان د مرستو لومړۍ پړاو پاى ته ورسېد، اوس د كورنيو چارو وزارت كولاى شي دا
په افغانستان کې د جاپان سفیر
دنده په خپله پر مخ بوزي.

موږ بيا هم په دې لار كې مرستو ته چمتو يو."

د ډايا ګ پروګرام څه باندې پنځه كاله كيږي، چې د هېواد په ګوټ ګوټ كې غير قانوني وسله والې ډلې په نښه كوي، وسله ځینې را ټولوي او افراد يې، ملكي ژوند ته راګرځوي.

د دې پروګرام د مسئولينو د معلوماتو له مخې، دوى په دې موده كې توانيدلي چې، له سلګونو وسله والو ډلو څخه په لسګونو زره سپكه او درنه وسله را ټوله كړي.

خو خلك وايې، اوس هم د هېواد په ځينو سيمو كې غير قانوني وسله والې ډلې د حكومت پر ضد فعاليت كوي.

خو د كورنيو چارو وزارت، چې دا دنده يې پر غاړه واخيسته دا به هم معلومه شي، چې دا وزارت تر كومه ځايه پټې وسله والې ډلې په نښه كولاى شي او هم يې بې وسلې كولاې شي، دا به هم معلومه شي.
XS
SM
MD
LG