د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر لارنس کانن وویل، د نړۍ د اتو سترو صنعتي هېوادو د بهرنیو چارو وزیرانو په خپله غونډه کې د افغانستان او پاکستان د سرحد دواړو لورېو ته د اقتصاد او سوداګرۍ پر پراختیا موافقه وکړه. د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر وویل:
" موږ دا کار د افغانستان او پاکستان د حکومتونو په همکارۍ کوو، چې په دې اړه یې خپلې غوښتنې مشخصې کړې دي، همدا راز د نړېوال بانک او اسیایي بانک په مرسته، خپل کارونه پرمخ بیایو."
تر دې غونډې ورځ مخکې په کاناډا کې د افغانستان سفیر جاوید لودین ازادۍ راډیو ته په مرکه کې د دغو وړاندیزونو په اړه وویل:
"د افغانستان عمده وړاندیز د اورګاډې د پټلۍ په اړه دی، چې له سپین بولدکه تر کندهاره او له کندهاره تر هراته باید وغځول شي."
د وړاندې شوي اقتصادي وړاندیز په برخه کې نور جزییات نه دی بیان شوي، خو د کاناډا صدراعظم سټیفن هارپر پرون مخکې تردې چې د نړۍ د اتو سترو صنعتي هېوادو یا جي اته د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه پرانیستل شي، د افغانستان مساله په دې غونډه کې تر بلې هرې مسالې مهمه وبلله او ویې ویل:
"د دې لپاره، چې افغانستان یو با ثباته هېواد وي او کله هم د ترورېستانو په پناه ځای بدل نه شي هم مو ډیرې مادي مرستې کړې دي او هم مو ډيرې قربانۍ ورکړې دي، نو د افغانستان حکومت د دې لپاره چې خپلو خلکو ته ښه نظام ولري د امنیت په برخه کې باید ډیر مسوولیت په غاړه واخلي."
د کاناډا صدراعظم په خپلو خبروکې پر دې ټینګار وکړ، چې افغان حکومت باید د لندن په نړېوال کنفرانس کې کړې ژمنې ترسره کړي.
د ایران او شمالي کوریا د اتومي پرګرام مساله، په یمن کې د افراطیانو عملیات او په مجموع کې نړېوال امنیت د جي اته هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د اجنډا مسایل دي.
دا غونډه نن پای ته رسیږي او په کې د جي اته د مشرانو غونډې ته چې د چنګاښ په میاشت کې به په کاناډا کې جوړیږي تیاریانې نیول کیږي.